Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د خښتو بټیو مسوولین: کارو بار مو خورا خراب شوی 

admin by admin
2021/10/25

وروستي سیاسي بدلون د افغانستان نږدې هر قشر اغېزمن کړی او هېڅوک یې له منفي اغېزو خوندي نه دی پاتې شوی.

د خښتو بټیو یو شمېر مسوولین وايي، پخوا یې کار ښه و، خو په خبره یې وروستي سیاسي بدلون یې کار خراب کړی دی.

د سمیع الله په نوم د خښتو یوې بټۍ مسوول وايي، وړاندې  به یې تر دې مهال ټولې خښتې پلورل شوې وې، خو اوس ورته په بټۍ کې شااوخوا دوه میلیونه خښتې پاتې دي.

خان وايي:« دلته اوس مهال دوه میلیونه خښتې شته، خو نه پلورل کېږي او همدلته پرتې دي. فکر وکړئ که راتلونکو څو میاشتو کې نوی حکومت راشي نو دا به خرڅې شي که نه له اسلامي امارات موږ هېڅ دا تمه نه لرو.»

خان له نړیوالو غواړي، چې اسلامي امارت پر رسمیت وپېژني، ترڅو د خلکو روزګار ورسره بېرته څه نا څه ښه شي.

هغه زیاته کړه:« داسې یو حکومت شي، چې لومړی خو یې نړیوال پر رسمیت وپیژني، چې بانکونه پرانېستل شي او مرستې وشي.»

د افغانستان روان کړکېچ، د خلکو کمزوری اقتصاد او پر بانکي خدمتونو لګېدلو بندیزونو نږدې هر افغان اغیزمن کړی دی.

د شهزاده سرای صراف امین جان خوستی بیا وايي، د بانکونو د بېرته پرانېستل کېدو او د نورمال فعالیت خیال اوس د ډېرو له ذهنونو وتلی او په وینا یې له تېرو څلویښتو کلونو راهیسې دلته کار کوي، خو په خبره یې تر اوسه پورې د پیسو داسې نیستي یې  نه وه لیدلې.

خوستي زیاته کړه:« شااوخوا ۴۰ کاله کېږي، چې په شهزاده سرای کې یم، خو په بانکي سیسټم کې موږ دا ډول ستونزې نه وې لېدلې. یوازې اوس مهال دا ستونزې راغلي، ځکه نړیوالې ټولنې اوسنی حکومت پر رسمیت نه دی پېژندلی.»

د طالبانو له واک ته رسېدو دوو میاشتو زیاته موده تېریږي، خو تر اوسه پورې د بانکي سیسټم ستونزه پر خپل ځای پاتې او زرګونه کسان د خپلو پیسو لپاره په اوږدو کتارونو کې درېږي.

د کابل ښار اوسېدونکی محمد قسیم وايي:« نوبت را رسېږي، خو دوی له ۲۰ زرو زیاتې پیسې نه ورکوي.»

د پیسو نه شتون او د کمرنګه شوي کار روزګار له امله خلک اوس هم د کور کالي واټونو ته د خرڅلاو لپاره راوباسي.

د کور توکو یو تن  پلورونکی محبت وايي:« خلک د خپل کور کالي راوړي او سودا کوي یې. ځینې له بې وسۍ وي، چې خلک د خوړو مړۍ نه لري، اوړه او وریجې پرې اخلي او د دې لپاره د کور کالي خرڅوي. ځینې بیا بهر ته تلوونکي وي او د خپل کور کالي خرڅوي. نو همدا یې بازار دی.»

هغه کسان، چې د دغو زړو او کارېدلو کالیو او لوښو د اخېستلو اراده لري، شکایت لري، چې پلورونکي یې د بازار له اصلي نرخه په څو چنده لوړ بیه پلوري او همدا لامل دی، چې څوک یې اخېستلو ته زړه نه ښه کوي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist