Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

تاجکستان کې د افغانستان پولې ته څېرمه پوځي تمرینونه لاهم روان دي

admin by admin
2021/10/25

روسي پوځیان وايي، تمرینونه یې له افغان خاورې د ور پېښېدونکو ترهګریزو ګواښونو ته د چمتووالي لپاره پيل کړي دي.

د سیمې د امنیتي هوکړې قوماندان ستانېسلاو زسیا وايي: «موږ دلته تمرینونه د دې لپاره کوو، چې د ورانکارو غیر قانوني وسله والو او ترهګرو ګروپونو ګواښونه موجود دي او دا باید تاسې هم راسره ومنئ. دا موږ ته مستقیم ګواښ دی. زموږ هېوادونو او افغانستان لپاره.»

د تاجکستان پلازمېنې دوشنبه کې هم وړمه ورځ په یوه پوځي اډه کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مخامخ جګړې تمرینات ترسره شوي، چې پرمختللې وسلې په کې ازمایښت شوې دي.

د روسیې ۲۰۱ پوځي اډې قوماندان یوجیني ارکېمېنکو وايي: «له  تېرو دوو میاشتو راهیسې، نوي جګړه ییز وسایط، لکه بي ایم پي ۲ او د وېربا په نوم نوی دفاعي سيسټم دې اډې ته راځي او ازمایښت کېږي. په دې اډه کې د ټانک د توغندي ضد تجهیزات هم موجود دي. د کال تر پایه به دا پوځي اډه پر نورو پرمختللو تجهیزاتو هم سمبال شي.»

دغه روسی پوځي قوماندان په دې اند دی چې له افغانستانه ورته د احتمالي ګواښونو کچه پر زیاتیدو ده.

هغه وايي،دوی خپله ټوله هڅه کوي چې له افغان خاورې د ترهګرۍ ګواښونو ته ځان چمتو کړي.

د روسیې ۲۰۱ پوځي اډې قوماندان یوجیني ارکېمېنکو وايي: «په افغانستان کې روان وضعیت پر دغې پوځي اډه مستقیم اغیز نه دی کړی، خو موږ باید د ترهګرۍ هر ډول ګواښ ته چمتو اوسو.»

دغه پوځي مانورونه چې له څو ورځو د افغانستان او تاجکستان ګډې پولې ته په پنځه کیلومټرۍ کې روان دي، ۱۵۰۰ تاجکي او څه باندې ۵ زره روسي ځواکونه په کې برخه لري او د پرمختللو وسلو سربېره څه باندې ۷۰۰ جنګي نقلیه وسایط په کې کارول کیږي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist