Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د ملي دفاع سرپرست وزیر: نوی پوځ به هېچاته پر افغانستان د تېري اجازه ورنه کړي

admin by admin
2021/10/24

د افغانستان ملي دفاع سرپرست وزیر ملا یعقوب مجاهد وايي، د هېواد له ځمکنۍ بشپړتیا او دفاع لپاره د یوه داسې ملي پوځ د جوړېدو تکل لري،چې په پوځي روزنه او پرمختللو وسلو او تجهیزاتو به سمبال وي.

مجاهد که څه هم د پوځ شمېر په اړه څه نه وايي،خو زیاتوي،چې عملاً یې کار پيل کړی دی.

مجاهد  زیاته کړه:« موږ دا قصد کړی دی،چې د ملي دفاع وزارت په چوکاټ کې یو داسې ملي پوځ جوړ کړو،چې پر لوړ مرال سره د دې خاورې ساتنه وکړي. موږ هڅه کوو،چې د افغانستان د اسلامي امارت ملي پوځ پر پرمختللو وسلو سمبال او مجهز وي،د ځمکنۍ وړتیا ترڅنګ به په هوايي برخه کې هم ځانګړې وړتیا او مهارت ولري. موږ ټولو افغانانو ته  ډاډ ورکوو،چې ستاسو ملي پوځ به ستاسو او د هېواد د لوړو ګټو ضامن وي او ملي پوځ به  د ولس ریښتینی خدمت ګار وي.»

د اطاعاتو او کلتور وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد وايي، د مسلکي ځواکونو روزنې لپاره ټول امکانات په واک لري او د اردو ترڅنګ ملي پولیس او استخبارات به هم پر خپلو پښو ودروي.

هغه وايي:« د دوی لپاره دلته د تعلیم او تجهیز اکاډمۍ موجودې دي او امکانات شته دی.له  دغو ظرفیتونو په استفادې موږ هڅه کوو،چې اردو  پر پښو ودریږي، پولیس او استخبارات هم بېرته فعال شي دا درې سره امنیتي اورګانونه د هېواد لپاره حیاتي ارزښت لري. دا له شک پرته به داسې ځواک وي،چې د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا به ساتي، د نظام ټینګه ساتنه به کوي او د خلکو امنیت به ټینګ کړي،اوس یې پرجوړښت کار روان دی، په قولي اردوګانو کې تعینات شوي شوي دي، د پرسونل ارزیابي روانه ده،خو شمیر به یې وروسته مالوم شي.»

د ملي دفاع وزارت سرپرست ملا یعقوب مجاهد وايي، وسله وال پوځ به د هېواد له سرحدونو امنیت ته لومړیتوب ورکوي اوهېڅ هېواد ته به دا اجازه ورنه کړي،چې په سرحدي سیمو کې د افغانستان پر حریم تیری وکړي.

مجاهد  زیاتوي:« د افغانستان د اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت وسله وال پوځ به د افغانستان د سرحدونو او خاورې ساتنې امنیت ته لومړیتوب ورکوي،هیڅ جهت حق نه لري چې د افغانستان په سرحدي سیمو کې د افغانستان پر حریم تیری وکړي. موږ به چاته د دې کار اجازه ورنه کړو. موږ به د خپلې خاورې له هرې لویشتې داسې دفاع کوو، لکه څنګه چې مو په تېرو شلو کلونو کې د اشغال په مقابل کې ورڅخه دفاع وکړه .»

د سیاسي چارو شنونکي بیا وايي،اسلامي امارت ته په کار ده،چې له تېرو تجربو ګټه واخلي او داسې وسله وال پوځ رامنځ ته کړي،چې له هر ډول قومي لاس وهنو پاک،غیر سیاسي او مسلکي توب په کې لومړیتوب ولري .

شنونکی:« طالبان باید داسې یو ریښیتینې او حقیقي اردو جوړه کړي،چې هغه د قومي ، ژبني او سمتي وڼدو پر اساس نه وي،بلکې هغه د مکلفیت د قانون پر اساس وي، له لکه د پخوا په شان او په کې مسلکي کادرونه ځای ولري.»

اسلامي امارت وايي د ملي پوځ د جوړېدو چارې عملآ پیل شوي او تازه د مزار شریف له  قول اردو ۴۰۰ سرتیري له مسلکي پوځي زده کړو وروسته فارغ او په اړوندو برخو کې به پر دندو وګومارل شي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist