Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

اسلام اباد له کابل سره د تورخم او سپين بولدک لارو د خلاصون ژمنه عملي نه کړه.

admin by admin
2021/10/24

په کابل کې د اسلامي ‌امارت  له چارواکو سره د تورخم او سپين بولدک لارو د خلاصون برخه کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر  ژمنه بشپړه نه ده عملي شوې او یوازې د څو ساعتونو لپاره خلاصې شوې دي.

د اسلامي امارت د مطبوعاتو غړی بلال کریمي وايي، دواړه لارې د خلکو پر مخ بندې دي خو په وینا یې، په اړه یې له پاکستاني لوري سره خبرې روانې دي او له خلکو یې غوښتي چې له ګڼې ګوڼې جوړولو دې ډډه وکړي.

کریمي زیاته کړه:« تردې مهاله پورې دواړه بندرونه نه دي خلاص شوي اوهڅي رواني دي،تر څو لارې د خلکو په پرمخ پرانېستل شي. په خلکو غږ کوم،چي هلته ګڼه ګوڼه جوړه نه کړي.»

اخوا د سیاسي چارو شنونکي بیا پر دې ټېنګار کوي،چې دواړه لوري دې د خلکو اسانه تګ راتګ  او سوداګرۍ لپاره نوی پلان جوړ کړي.

شنونکی میربت خان منګل وايي:«اساسي ستونزه دا ده،چي دواړه لوري دې پر داسي پلان هم کار وکړي،ترڅو هلته ستونزي رامنځته نه شي او وروسته د خلکو د مرګ ژوبلې سبب ونه ګرځي.»

سوداګر هم نیوکه لري،چې له ورځو ورځو راهیسې یې تورخم ښارګوټي کې په توکو بار موټر ولاړ دي او د ګڼې ګوڼې له امله ورته درانه مالي زیانونه اوښټي دي.

سوداګر احمدشاه سوداګر وايي:« په تورخم که څه هم ستونزې د پاکستاني لوري له خوا دي خو بیا هم ګڼه ګوڼه ډېره زیاته ده. سوداګرو سلګونه زره زیان اړولی دی.»

که څه هم د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي طالب مشرانو سره کابل  کي ژمنه کړي وه،چې لارې به د خلکو پر مخ پرانېستل کېږي،خو پاکستاني پوځيانو دغه ژمنه نه ده عملي کړې او لارې یې بیا تړلې دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist