Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

پوټین: د سخت درېځه ډلو له نوملړه د طالبانو پر اېستلو غور کوو

admin by admin
2021/10/23

د روسیې ولسمشر  ولادیمیر پوتین د الدای بحث کلب کې د خبرو پر مهال وویل، مسکو د سخت درېځه ډلو له نوملړه د طالبانو پر لرې کولو غور کوي. 

پوټین زیاته کړې:« جګړه ځپلي هېواد کې ثبات د ټولو ګاونډیانو پر ګټه دی. افغانستان باید اقتصادي مرستې ترلاسه کړي او ټوله کنګل شوې شتمنۍ یې باید ازاده شي. طالبان په روسیه کې د ترهګرو ډلو په لېست کې شامل دي،طالبان اوس پر ټول افغانستان حاکمیت لري. روسیه به د سخت دریځو ډلو له تور نوملړه د طالبانو په اېستلو بیا غور وکړي.»

پوټین باثباته افغانستان د ټولو پر ګټه بللی او له افغانستان سره پر اقتصادي او بشري مرستو سربیره د کنګل شوې پانګې په بېرته ازادولو یې  ټینګار کړی دی.

روسیه د سخت‌ دریځه ډلو له نوملړه د طالبانو پر اېستلو داسې مهال غور کوي،چې پر افغانستان د اسلامي امارت  واکمن کېدو وروسته هم ملګرو ملتونو له تور نوملړه د ځینو طالب چارواکو نومونه نه دي اېستلي او یوازې بهر ته پر سفرونو د بندیزونو موده تر ډيسمبر میاشتې غځولې ده.

په مسکو کې د افغانستان په اړه یو  نړیوال کنفرانس هم  ترسره شو.  

دغه کنفرانس چې د چهارشنبې پر ورځ په مسکو کې ترسره شو، د سیمې لسو هېواډونو په کې ګډون کړی وه،ګډونوالو یې له اسلامي امارت سره مخامخ خپلې اندېښنې او غوښتنې شریکې کړې او د یوې ګډې خبرپاڼې په خپرېدو سره پاېته ورسېده.

  که څه هم کابل د مسکو دې اقدام هېله‌ من کړی او هرکلی یې کړی،خو زیاته تمه نه کېږي چې د اسلامي امارت  پر وړاندې د روسیې دریځ نرمښت دې د ملګرو ملتونو پر پرېکړه اغېز ولري.

د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي  وايي، اسلامي امارت دې خپل حکومت  د نړیوال مشروعیت او پر رسیمت پيژندلو لپاره د نړیوالو شرایط ومني او ترهغې چې وړاندې شوي شرطونه نه وي منل شوي اوسنی افغانستان به په همدې شکل منزوي حالت کې پاتې وي.

د سیاسي چارو شنونکی  توریالی ځاځی وايي:« له بلخې د طالبانو حکومت هڅې د افغانستان لپاره بې ځایه او د منلو وړ نه دي، ځکه د نړیوالو هېوادونو  هغه وړاندیزونه چې دوی ته شوي دي، هغه یې عملي کړي نه دي. نو پر همدې اساس دوی باید هڅه وکړي،چې د نړیوالې ټولنې هغه انساني وړاندیزونه چی دوی ته کېږي، باید وې مني.»  

د سیاسي چارو شنونکی خلیل احمد نادم وايي:«  د طالبانو لپاره په کار ده،چې لومړی پر دې تمرکز وکړي،چې څنګه شرایط برابر کړي،ترڅو له تور نوملړه واېستل شي. بله خبره دا ده،چې د ښځو حقوق، د بیان ازادي او نور مدني حقوق او انساني حقوق،چې په نوره نړۍ کې خلکو ته ورکولو کېږي، هغه دې محیا کړي،ترڅو افغانستان له دې حالته واېستل شي.» 

د روسیې ولسمشر د باثباته او له ترهګریزو ګواښونود خوندي افغانستان لپاره پر اقتصادي بیارغونې ټینګار کړی او په دې بهیر کې یې د روسیې، چین او شانګهای همکاریو سازمان د غړو هېوادونو ونډه مهمه بللې ده، خو امریکا بیا د طالبانو واکمن کېدو سره د افغانستان نږدې لس میلیارده ډالر پانګه کنګل کړې او نړیواله ټولنه د اسلامي امارت حکومت د رسمیت پيژندو لپاره شرطونه لري،چې مهم یې، ترهګرو ډلو سره د اړیکو پریکول او د ښځو حقونو او ازادۍ ته ژمنتیا ده. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist