Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

مجاهد: د نړیوالو له لوري اعلان شوې مرستې د افغانانو اړتیاوې نه شي پوره کولی

admin by admin
2021/10/23

د افغانستان اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد وايي، له افغانستان سره د نړیوالو له لوري اعلان شوې بشري مرستې بسنه نه کوي او اړتیا ده چې په بېلابېلو برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

مجاهد زیاته کړه: «دا مرستې بسنه نه کوي.د افغانستان خلک تازه له جګړې راوتلي، اقتصادي ستونزې ډېری شوي او حل یې وخت نیسي.»

مجاهد د نړیوالو له مرستو هرکلی کو ي او زیاتوي، په اوسني وخت کې د نړیوالو مرستې کمې دي او د ټولو اړمنو افغانانو ستونزې نه شي حل کولی.

په ورته وخت کې مجاهد ډاډ ورکوي چې د نړیوالو مرستې به په شفاف ډول پر اړمنو کسانو وویشي.

مجاهد زیاتوي: «د مرستو هرکلی کوو او د شفافیت ډاډ ورکوو. د فقر له منځتلو لپاره پلان شته او له بهرنیو سره په ناستو کې د اقتصادي ستونزو لپاره خبرې کېږي»

اخوا د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي وايي، نړیوال باید افغانان یوازې پرې نږدي او میلیونونه کسان چې دا مهال له فقر سره مخ دي لاسنیوی دې وکړي.

د سیاسي چارو شنونکی اجمل سهیل وايي: «د نړیوالو مرستې لا هم کمې دي او دا ضرروت دی، چې نړیوال په داسې وخت کې د افغانانو لاسنیوی وکړي، اسلامي امارت باید د دې ستونزې د حل لپاره پلان ولري.»

نیوکې پر اسلامي امارت دي چې د افغانانو د اقتصادي ستونزو د حل لپاره پلان نه ‌لري، خو د اسلامي امارت مسوولین بیا وايي، د ستونزو د حل لپاره پلان لري او د وخت په تېریدو به هر څه سم شي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist