Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د صنعت او سوداګرۍ خونه: د صادراتو او وارداتو برخه عادي حالت ته ګرځېدلي

admin by admin
2021/10/23

په تېرو دوو مياشتو کې لویو بندرونو کې د وارداتو او صادراتو برخو کې شته ستونزو، بهر ته د پيسو پر لېږد محدودیتونو او د ډالرو بیې لوړېدو د افغانانو اقتصاد ځپلی او ورځ تربلې په بازارونو کې د توکو نرخونه په لوړېدو دي، خو د صنعت او سوداګرۍ خونې مرستیال یونس مومند له  شمشاد سره په تازه  مرکه کې ویلي، زیاتره لویو بندرنو کې ستونزې حل شوي او په خبره یې  اقتصادي راکړه ورکړه دوام لري.

مومند  زیاتوي:« د خدای تعالی شکر دی ما درته وویل، زموږ صادرات په ښه شکل روان دي، هم د حيراتانو له لارې، هم د تورخم له لارې ، هم د سپين بولدک او هم د تور غونډۍ له لارې. د ټولو بندرونو له لارې هم واردات لرو او هم صادرات لرو.»

پر پاکستان نیوکې دي،چې افغانستان کې د تازه ميوو په رسېدو سره په قصدي توګه د تورخم او سپین ‌بولدک لارې تړي، چې له امله یې افغان سوداګرو او بڼ والو ته درانه مالي زیانونه اړوي.

خو د صنعت او سوداګرۍ خونې مرستیال یونس مومند وايي، د دې ستونزې د دایمي حل لپاره یې له پاکستاني چارواکو سره خبرې کړي دي.

مومند  زیاته کړه:« څه موده مخکې يا يوه مياشتې  مخکې پاکستان زموږ د هېواد پر ټولو مېوو ټيکس پورته کړ. بيا موږ بېرته مکتوبونه او د سوداګرۍ خونې په واسطه باندې موږ دا ټيکس راښکته کړ او په عادي حالت شو.»

مومند د اوسني اقتصادي ناورین یو لامل د امریکا له لوري د افغانستان ۹.۶ ميليارده ډالرو کنګل یادوي او ټینګار کوي،که دغه پانګه ازاده شي،شته ستونزې ورسره حل کیدای شي.

 هغه وايي:« يو شی چې د افغانستان په اقتصاد يې ناوړه اغېزه کړې ده، هغه په بهر کې  زموږ  کنګل شوې پيسې دي. ستاسې له ميډيا مو دا غوښتنه ده،چې نړيوال بايد په کنګل شویو پيسو يو تجدد نظر وکړي او دغه زموږ پيسې چې د افغانستان د خلکو پورې اړه لري دا بايد خلاصې کړي.»

تورخم، سپين بولدک، اسلام قلعه، تورغونډۍ او يو شمېر نور هاغه بندرونه دي،چې افغان سوداګر پرې د سيمې او نړۍ له هېوادونو سره سوداګريزه راکړه ورکړه تر سره کوي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist