Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کندهار کې د انارو بڼوال: وروستیو جګړو مو بڼونه زیانمن کړي

admin by admin
2021/10/20

د کندهار ولایت ارغنداب ولسوالۍ یو شمېر د انارو بڼوال وايي، د وروستیو جګړو او هوايي بريدونو له امله یې د بڼونو زیاتې ونې له منځه تللي او دوی ته درانه زيانونه اوښتي دي. 

دوی  وایي، له ځېنو بڼونو آن د جګړیزو سنګرونو په توګه کار اخېستل شوی دی.

د ارغنداب ولسوالۍ کې یو تن د انارو بڼوال حضرت عمر وايي:« یو خو وچکالي وه،اوبه ډېرې ناوخته راخوشې شوې، انار مو له همدې امله هم ډېر خرابه شول. بله دا ده،چې بمبارۍ وشوې،چې دې چارې د انارو بڼونه ډېر زیانمن کړل. زموږ په بڼ کې ډېر جنګونه وشول. هوانونه په کې ولګېدل. الوتکو بمبار وکړ. داسې شرایط راپېښ شول،چې موږ ټولو ته یې زیان ورسېد.» 

د ارغنداب ولسوالۍ کې یو بل د انارو بڼوال صدیق الله  وايي:« دلته خلکو ته ډېر زیانونه واوښتل، د چا کورونه چور شول، د چا د بڼونو دېوالونه ونړېدل، د ځنو په بڼونو کې جوړې شوې خونې ونړېدې. بمبارونه پرې وشول. د یو شمېر کسانو بڼونو  ونې ډېرې زیانمنې شوې.»

د کندهار د کرنې ریاست په  دې تړاو له خبرو کولو ډډه کوي،خو د دې ولایت د  سوداګرۍ خونې مشر نصرالله زهير وایي،شااوخوا ۴۰۰ زره  د انارو وني، د اوبخور سيستم او باغونه ارغنداب کې د وروستيو جګړو له امله زيانمن شوي دي.

زهير له طالب چارواکو غواړي،چې کندهار کې د زيانمنو شویو بڼوالو سره بنسټيزي مرستي وکړي. 

زهير وايي:« له دې خلکو سره باید مرسته وشي،چې څنګه ویالې پاکې کړي، څنګه پلان جوړ کړي. د بڼوالو سږنی حاصل خو خراب شو. تېر کال هم نیم خراب شوی وه. د دې خلکو تضمین څوک کوي،دوی ته د کورنۍ سرپرستي ور پرغاړې ده. زموږ غوښتنه له حکومته دا ده،چې له دې خلکو سره د خوراکي توکو او نورو برخو کې مرستې وکړي.»

د وروستیو جګړو له امله د بڼونو ترڅنګ د عامو خلکو ګڼ کورونه هم کندهار کې زيانمن شوي او زرګونه کورنۍ له خپلو سيمو بې ځایه شوي،چې ډېری یې اوس هم د بېوزلۍ او فقر تر کرښي لاندې ژوند کوي.

د کندهار ولایتي چارواکو تر اوسه پورې په دغه ولایت کې له اړمنو او د جګړې له امله د زيانمنو شویو کورنیو سره مرستی نه دي کړي،خو له مرستندويه بنسټونو يې دغه ولایت کې د فعاليت د پېل غوښتنه کړې.

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist