Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

شنونکي: سیاسیون په داسې موقف کې نه دي چې جلا وطنه حکومت جوړ کړي

admin by admin
2021/10/20

د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي وايي، په نړۍ کې جلا وطنه حکومتونو پایلې نه دي ورکړي او په دې تړاو هڅې بې ځایه دي.

دوی وايي، سیاسیونو افغان ولس سترو تحولاتو ته یوازې پریښی او بهر ته په تلو سره یې هغه اخلاقي موقف هم له لاسه ورکړی دی، چې د جلا وطنه حکومت تشکیل لپاره اړین وي.

سیاسي چارو شنونکی عبدالستار سعادت وايي: «دې خلکو د افغانانو له څنګه تیښته انتخاب کړې او په داسې اخلاقي موقف کې نه دي،چې دوي دې جلا وطنی حکومت تشکیل کړي. د نړۍ په هېڅ ځای کې جلا وطني حکومت پایله نه ده ورکړې او که نتیجه یې هم درلوده، نو له اخلاقي موقفه برخمن وو. زه فکر کوم، دوی ډېر زیات بد اخلاقي موقف کې دي،خلک ترې نفرت لري.»

ځنې نور بیا وايي، د پخواني حکومتي چارواکي او سیاسیون چې اوس په بهرنیو هېوادونو کې میشت دي،هڅې پیل کړي،چې د جلا وطنه او یا هم د مقاومت په نوم په افغانستان کې خپلو بندو پانګو ته ځان ورسوي.

سیاسي چارو شنونکی نبي افغان وايي:«دوی غواړي،چې په یو ډول قدرت کې دخیل ووسي او دلته افغانستان کې یې پانګې او سرمایې بندې دي او هڅه کوي،چې خپلې سرمایې ترلاسه کړي.»

دوی  دغه چارواکي او سیاسيون د قدرت تږي بولي او نیوکه پرې لري،چې د ولس په وینه یې ځانته ژوند برابر کړی او اوس یې ملت یوازې پرېښی دی.

د سیاسي چارو شنونکی شعور نیازی وايي:« د قدرت ټیکه داران دي د قدرت تږي دي او په کلونو کلونو یې د ملت وینې وځبیښلې،پیسې یې تاراج کړې او ملت یې چور کړ. دوی ملت نه لري،که ملت یې درلودای،نو تیښته به یې نه کوله او دلته به یې ځای درلود او پاتې به وو.»

استاد سیاف،عطامحمد نور، جنرال عبدالرشدی دوستم ، محمد محقق،کریم خلیلي او ځينې نور پخواني چارواکي او سیاسیون په بهر کې د مقاومت په نوم د جبهې جوړېدو اعلان وکړ، خو اوس ویل کېږي چې دغو کسانو د محمد حنیف اتمر او معصوم ستانکزي پر مشرۍ د جلا وطنه حکومت د جوړښت هڅې پیل کړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist