Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

هند د افغانستان په اړه د یوې ناستې لپاره چمتوالی نیسي

admin by admin
2021/10/18

هندي رسنۍ وايي، د نومبر میاشتې پر لسمه او یوولسمه نېټه هند د سیمې د ملي امنیت سلاکارانو پر کچه یوه ستره ناسته جوړه کړي، چې تمرکز به یې پر افغانستان وي.

هندي رسنۍ:«هند په پام کې لري، چې د سیمې ملي امنیت سلاکارانو پر کچه یوه ناسته جوړه کړي، چې تمرکز به یې پر افغانستان وي. دا ناسته به د راتلونکې میاشتې پر لسمه او یوولسمه نیټه په پلازمېنه نوې ډیلي کې جوړېږي. ناستې ته د چین او روسیې پر ګډون پاکستان هم وربلل شوی دی.»

هند باور کوي، چې پاکستان د طالبانو ترشا ولاړ او په سیمه کې یې مهم ملاتړی هېواد دی او له همدې کبله اسلامي ‌امارت سره د اړیکو ساتلو لپاره زړه نه ښه کوي.

خو د هند او طالبانو ترمنځ لومړنیو مذاکراتو کې دغه هېواد ته باور ورکړل شوی، چې د هند او پاکستان ترمنځ به د اړیکو بېلانس یو برابر وي.

د سیاسي چارو یو شمېر تحلیل کوونکي وایي، هند غواړي، چې د سیمې د امنیت په اړه راتلونکې کې، چې کومې اندېښنې لري، هغه د ملي امنیت له سلاکارانو سره شریکې کړي او په دې اړه یوه ګډه پرېکړه وکړي.

دوی د افغانستان په اړه دې ناستو ته خوښ دي او په دې باوري دي، چې دا ډول ناستې به د دې لامل شي، چې د طالبانو حکومت د نړیوالو له لوري پر رسمیت باندې وپېژندل شي.

د کندز پخوانی والی عمر ساپی  وايي:« زه فکر کوم، که چېرې دا کنفرانس په واقیعت کې یو بین المللي کنفرانس وي، د نړۍ ټول مهم هېوادونه په کې ګډون وکړي، دا به د اسلامي امارت په رسمیت پېژندنه کې مهم ګام او لومړی قدم وي.»

له دې سره ټاکل شوې، درې ورځې وروسته په مسکو کې د افغانستان په اړه یوه ناسته جوړه شي.

روسي رسنیو ویلي، چې د مسکو په محور دا ناسته  به د اکتوبر میاشتې  پر۲۰  نېټه جوړه شي.

د سیاسي چارو شنونکی عبدالحی قانت وايي:« د مسکو او هند ناستې سره فرق کوي، هند طالبانو ته د ګډون بلنه نه ده ورکړې او هغه ناسته د سیمې د څو هېوادونود چین، روس ازبکستان، تاجکستان، پاکستان او هند ملي امنیت مشاورین کېني او د افغانستان د قضیې په اړه خبرې کوي. نو له دې ښکاري، چې اصلا هند غواړي د سیمې د امنیت په اړه راتلونکې  کې، چې کومې اندېښنې لري، هغه د ملي امنیت د مشاورینو سره شریکې کړې او پرېکړه وکړي.»

طالبانو د بهرني سیاست په اډانه کې لومړني مذاکرات قطر کې امریکایانو سره وکړل.

له مسکو او هند وړاندې ترکیې طالبان انقرې ته وربللي وو او د دوو هېوادونو د اړیکو پرسر یې خبرې وکړې.

د اوس لپاره د ټولې نړۍ دریځ دا ده، چې له اسلامي امارت سره  د اړیکو پیاوړتیا او دوام د دوی د رسمیت پېژندنې مانا نه لري. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist