Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

شنونکي: پر افغانستان د نړیوالو فشارونو راوړل وخت وژنه ده

admin by admin
2021/10/18

د افغانستان اسلامي امارت له نړیوالو د فشارونو کمیدوغوښتنه کړې وه،خو د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي دغه فشارونه بې پایلې یادوي. 

دوی وايي، دغه فشارونه کوم ځای نه نیسي او د نړۍ او سیمې هیوادونه به باور ته ورسیږي،چې افغانستان هم د نړۍ برخه ده او باید ورسره سیاسي تعامل ته لاړشي.

د سیاسي چارو شنونکی شفیع اعظم  وايي:« له دې وروسته باید افغانستان له نورو حکومتونو سره سټیج پر سټيج اړیکې ولري او د همدې اړیکو پر اساس خپلو ملي ګټو ته چې مقابل لوری به هم ورته ژمن وي کار وکړي. فشارونه کومه پایله نه ورکوي او د وخت ضایع ده. بالاخره به نړیواله ټولنه او د سیمې هېوادونه خپله قناعت ورکړي،چې افغانستان هم د نړۍ یوه برخه ده او ورسره تعامل ته حاضري دي، څومره ژر چې د حکومتونو ترمنځ د سټیج پرسټیج اړیکې جوړېږي دا د ملتونو پر ګټه دي.»

د نړیوالو تر ټولو ستر فشار اقتصادي دی او د افغانستان نږدې لس ملیارده ډالره یې کنګل کړي،چې له امله یې افغانان له اقتصادي بحران سره مخ دي.

د سیاسي چارو شنونکی طارق فرهادي وايي، د دغې ستونزې حل لپاره باید د افغانستان اوسنی حکومت خپلې کړې ژمنې، چې د ښځو حقونو په برخه کې او د ټول شموله حکومت د جوړښت په تړاو یې کړي دي، باید عملي کړي.

فرهادي زیاتوي:« ترټولو ستر فشار همدا دی،چې د افغانستان ارضي ذخایر منجمد او یا کنګل شوي دي. د دې لپاره چې افغانستان کې اقتصادي بحران رامنځ ته نه شي،دغو ذخایرو ته اړتیا لري او د حل لاره یې همدا ده. حکومت چې څه ویلي دي،هغه عملي کړي له ډلې یې یو دا دی،چې حکومت ټول شموله وي،چې طالبانو هم دا خبره کړې او بله دا چې ویلي دي، چې د ښځو حقوق تامین کېږي. که څه هم حقوق یې تامین دي،خو باید کار ته لاړې شي او تنخوا ورکړل شي.»

له دې وړاندې اسلامي امارت  ویلي و،چې د فشارونو پر ځای دې نړۍ له افغانستان سره د ډیپلوماتیکو چینلونو له لارې اړیکې ټینګې کړي او هغه ټول اصول یې مراعت کړي،چې د نړیوال رسمیت او مشروعیت  لپاره اړین دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist