Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کابل کې د جرمني له لوري پر ۵۰۰ اړمنو کورنیو مرستې ووېشل شوې

admin by admin
2021/10/16

د افغان ماشومانو لپاره د جرمني موسسې  مشر محمد عالم شهاب وايي، په کابل کې ولایت کې  یې نن  پر شااوخوا ۵۰۰ بې وزله کورنیو مرستې ووېشلې.

شهاب وايي، په دغو مرستو کې اوړه، غوړي، لوبیا، چای او بوره شامل  دي.

شهاب زیاته کړه: «موږ دلته مواد راوړي چې په هغه موادو کې وریجې، غوړي، اوړه، بوره او چای شامل دي او کره مالومه نه ده، خو کېدای شي تر لس زره ایرو ارزښت ولري.»

اخوا د کابل د مهاجرینو رئیس قاري عبدالمتین رحیم زی بیا وایي، د کابل په ۲۲ حوزو کې یې سروې پیل کړې او هوډ لري چې ټولو بې وزلو کورنیو ته د اړتیا وړ مرستې وکړي.

رحیم زی وايي، د ژمي په را رسېدو خلک اړتیا لري چې ورسره مرستې وشي، خو له ځینو داخلي بې ځایه شوو بیا شکایت کوي، چې یو ځل یې تر خپلو ولایتونو ورسوي، بېرته راځي او بیا د مرستو غوښتنه کوي.

رحیم زی زیاتوي: «موږ ژمن یوو چې د کابل  ټولې حوزې ۲۲ دي او حوزه پر حوزه  ګرځو، سروې کوو او دا خلک له ډېر زیات اقتصادي مشکل سره مخ دي. موږ خو دا فکر کاوه چې پخواني حکومت خو په ملیاردونه ډالر درلودل او دې خلکو ته به یې رسیدنه کړې وي، خو متأسفانه.»

د افغان ماشومانو لپاره د جرمني د مرستو مؤسسه، په پام کې لري چې په راتلونکو ورځو کې هم ورته مرستې ووېشي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist