Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د جي شل هېوادونو ناسته کې افغانستان سره له میلیارد ډالرو زیاته مرسته اعلان شوه

admin by admin
2021/10/13

دجي شل هېوادونو د افغانستان په اړه پرلیکه  ناسته کړې او په کې له افغانانو سره له یو  ملیارد ډالرو زیاته مرستې اعلان شوه، چې په دغو مرستو کې درې سوه ملیونه یورو د اروپايي ټولنې دي، چې د بې ځایوشویو خلکو پر سرپنا، بشري حقونو پر ساتنې او د واکسین پر بهیر به ولګول شي.

ناسته کې ټینګار پر دې شوی دی چې دغه مرستې د طالبانو حکومت رسمیت پیژندو په مانا نه دي او د نړیوالو مرستندویه سازمانونو له لارې به ولګول شي.

د سیاسي چارو شنوکي وايي، د دې لپاره چې د دغو مرسته شویو پیسو په  لګولو کې فساد ونه شي او په کې  د نورو اهدافو مخه ونیول شي، باید د اوسني حکومت له لارې ولګول شي، ترڅو له دې کار سره به دغه مرستې ګټورې او اغیزناکې تمامې شي.

شنونکي عزیز معارج وايي: «دغه مرستې چې جي شل او یا هم نور خیریه نړیوال بنسټونه یې له افغانستان سره  کوي، دا ډېرې اړینې او ګټورې دي، خو که چېرې دغه مرستې د حکومت او طالبانو له لارې وشي اغیز به یې زیات وي په کې د فساد، بې ځایه مصارفو او نورو هغو مسایلو چې شوم وي، مخه ونیول شي.»

ځنې بیا وايي، که دغه مرستې، په همدې توګه اعلان شوي ولګول شي، ډېری برخه به یې له هېواد بهر مصرف شي او یوازې یوه پر لسمه برخه به یې پرر کور دننه افغانانو ته ورسېږي.

طالبانو ته په کار ده چې د خپل نظام لپاره نړیوال مشروعیت واخلي او د خپل مشروعیت په زور دغه مرستې،چې د افغان ولس حق دی،منسجمې کړي.

شنونکي طارق فرهادي وايي: «دغه مرستې به د نړیوالو انجو ګانو او ملګرو ملتونو له لارې مصرف شي او که د دغو مرستو یوه پرسلمه برخه هم افغانانو ته ورسېږي باید خوشحاله اوسي او متاسفانه چې سیستم همداسې دی. د دغو مرستو زیاته برخه بهر کې مصرف کېږي، ځکه نړۍ حکومت پر رسمیت نه پیژني او حکومت باید ځان ته مشروعیت پیدا کړي او دغو مرستو ته انسجام ورکړي .»

له دې وړاندې د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي انټونیو ګوترس ویلي، چې افغانان له اقتصادي بحران سره مخ دي او د طالبانو له امله باید دوی ته سزا ورنه کړل شي. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist