Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

جي شل هېوادونه د افغانستان په تړاو نن غونډه کوي

admin by admin
2021/10/12

جي شل یا د نړۍ شل بډایه هېوادونه نن د افغانستان په تړاو یوه غونډه ترسره کوي.

دا غونډه ځانګړې ده او تمه ده، چې د افغانستان کې د روان ناورین لپاره ګټوره تمامه شي.

د ايټالیا لومړی وزیر ماریو دراګي، چې اوس مهال د جي شل هېوادونو مشري پر غاړه لري ویلي دي، غړي هېوادونه باید افغانستان کې د ناورین د مخنیوي لپاره خپل ګډ هدفونه وړاندې کړي.

ماریو دراګي ویلي، افغانستان کې د روان انساني بحران د مخنیوي لپاره تر ټولو زیات مسوولیت د بډایه هېوادونو دی، څو له قید او شرط پرته مرستې وکړي.

جي ۲۰ هېوادونو کې د امریکا متحده ایالاتو، بریتانیا، اروپایی ټولنې، چین، فرانسې، جرمني، ایټالیا، هند، کاناډا، ارجنټاین، اسټرالیا، برازیل، سویلي کوریا، جاپان، سعودي عربستان، مکسیکو ، سویلي افریقا، ترکیې او اندونیزیا شامل دي..

د ایټالیا صدراعظم ویلي، د غونډې په درشل کې یې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د چین ولسمشر شي جین پینګ په ګډون د بېلابېلو هېوادونو مشرانو سره د افغانستان په اړه خبرې کړي دي.

ماریو دراګي زیاته کړې، چې نړیواله ټولنه باید یوه ګډه ستراتیژي پلې کړي، څو د افغانستان د کړکېچ د حل سربېره دا هېواد د ترهګرو په خوندي پټنځای بدل نه شي.

تمه کېږي، چې د نړۍ د شلو بډایه هېوادونو پر مشرانو سربېره، د قطر استازی، د پیسو نړیوال وجهي صندوق، نړیوال بانک او ملګري ملتونه په نننۍ سرمشریزه کې ګډون وکړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist