Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

شنونکي: د نوي حکومت په رسميت پېژندلو کې د اسلامي هېوادونو رول مهم دی

admin by admin
2021/10/11

د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي له اسلامي هېوادونو سره د نوي حکومت اړیکې کم رنګه بولي او د اړیکو په پراختیا ټینګار لري.

قطر، بحرین، پاکستان، ایران، ترکیې او متحده امارتو یوازې د بشري مرستو برخه کې له افغانستان سره همکاري کړې، چې ظاهراً افغانستان سره یې د اسلامي هېوادنو همکاري په ډاکه کړه.

شنونکي وايي، د دې بشري مرستو سربیره د غير اسلامي هيوادنو اړيکو کولای شول نړیواله ټولنه يو څه قانع کړي چې نوی حکومت په رسميت وپيژني، خو د نړۍ هیوادونو دا کار ونه کړ.

شنونکی زرعلي معروف وايي: «بې له شکه چې د اسلامي هېوادونو همکاري ډېره زیاته مهمه وه، چې بايد کړی يې وای، خو زما په نظر اسلامي هېوادونه هم ډېر کله په نړيوالې ټولنې تکيه دي. په دې خاطر زيات کوشش نه کوي، د اسلامي  امارت نوې اداره پر رسميت وپيژني.»

ځينې نور بيا د اسلامي امارت بهرنۍ پالیسي کمزورې بولي او په دې باور دي چې نوی حکومت تراوسه نه دی توانېدلی چې له افغانستان سره د اړیکو جوړولو برخه کې هېوادونه قانع کړي.

شنونکی عمر ساپی وايي: «زما په نظر په دې برخه کې د اسلامي امارت بهرنۍ پاليسي او ديپلوماسي ډېره کمزورې ده، که چېرته بهرنۍ اړيکې يې ښه کېږي، نو لرې نه ده چې د اسلامي امارت اداره به پر رسميت وپيژندل شي.»

ټاکل شوې د اکتوبر په شلمه د روسيې په کوربتوب د افغانستان په تړاو مسکو کې ستره نړیواله غونډه جوړه شي، چې د افغانستاان ګاونډیو سربیره به په کې د سیمې او نړۍ ګڼ هېوادونه ګډون وکړي، خو تر اوسه د یادې ناستې اجنډا په تړاو څه نه دي ویل شوي.

د ویلو ده چې پر افغانستان د اسلامي امارت د واکمنېدو نږدې دوه مياشتې پوره کېږي، خو تر اوسه پورې  کوم هېواد نوی حکومت پر رسميت نه دی پېژندلی.

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist