Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

روغتیاپالان: بلخ کې د رواني ناروغانو شمېر زیات شوی

admin by admin
2021/10/11

د بلخ مرکز مزارشريف ښار کې د یکشبنې په ورځ د « ۱۴۰۰ کال د تلې پر ۱۹ مه » د بلخ حوزوي روغتون ډاکټران د رواني روغتيا نړيوالې ورځې په مناسبت راټول شوي وايي، روغتونونو ته د مراجعه کوونکو ناروغانو نږدې شپېته سلنه يې پر رواني ناروغۍ اخته دي او  په خبره یې  دغه حالت  د جدي اندېښنې وړ دی.

 دوی غوښتنه کوي،چې خلک بايد د رواني ناروغۍ په مخنيوي کې له روغتياپالانو سره مرسته وکړي. 

د بلخ عامې روغتیا مرستیال يوسف صميم قاضي زاده وايي:« له بده مرغه زموږ راپورونه ښيي،چې زموږ د ډېری جسمي او رواني ناروغانو د ناروغۍ سرچيني همدا رواني ستونزې دي. زموږ رسمي ارقام ښيي،چې د رواني نارغۍ کچه لوړه شوې، د بېلګې په ډول روغتيايي مرکزونو ته مراجعه کوونکي نږدې۶۰ سلنه ناروغان رواني ناروغي لري.»

روغتياپالان له کورنيو غواړي،چې د رواني ناروغۍ د نښو په راڅرګندېدو سره بايد ژر تر ژره روغتونونو ته مراجعه وکړي. 

د بلخ حوزوي روغتون د رواني روغتيا برخې مسوول اسدالله الفت وايي:« موږ هېله من يو،چې دې برخې ته پاملرنه زياته شي، د رواني ناروغانو د درملنې او همدا راز مشاورې برخه کې بايد کار وشي او خلک بايد روغتیاپالانو ته  له مراجعې کولو شرم ونه کړي.»

په ورته مهال عامې روغتيا رياست مشر شیخ میر صدام وايي، دغه ولايت کې ټول روغتيايي مرکزونه فعال، خو په وینا یې يو شمېر دغه مرکزونه د درملو له کمښت سره مخ دي. 

صدام زیاته کړه:«د بلخ ولايت له فتحې وروسته په مزار کې د حوزوي روغتون او نورو روغتونونو څخه نیولې، د ولسواليو روغتيايي مرکزونو پورې هېڅ مرکز نه دی تړل شوی. د ټولو مرکزونو فعاليتونه روان دي،خو يو شمېر مزکزونه د درملو له کمښت سره مخ دي.»

روغتیاپالان وايي، جګړه، فقر، بيکاري او بېوزلي د رواني ناروغيو مهم لاملونه دي او له خلکو غواړي،چې د دغې ناروغۍ د مخنيوي برخه کې د روغتیاپالانو لارښوونو ته پاملرنه وکړي. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist