Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د پاسپورټ ریاست: د کار له پیله بیا تر اوسه پورې ۱۸ زره پاسپورټونه وېشل شوي

admin by admin
2021/10/11

د افغانستان پاسپورټ ریاست مسوولین وايي، کار له پیله تر اوسه پورې یې  ۱۸ زره جلده پاسپورټونه وېشلي دي.

د یاد ریاست مشر مولوي عالم ګل حقاني وايي، سره له دې چې چارې دقیقې او چټکې روانې دي،خو بیا هم ډېری خلک د پيسو په بدل کې جعلي اسناد جوړوي،چې تر اوسه پورې یې په اړه دوه کسان نیول شوي دي.

حقاني وايي:«له خلکو یوه ګېله لرو،چې ځینې یې جعلي اسناد راوړي او په خارج کې ځینې کسان ورته ناست دي،چې پخوا کمېشنکاران وو او اسناد ورته جوړوي.»

حقاني وايي، هره ورځ شااوخوا ۴ زره پاسپورټونه وېشي،چې له درکه یې ۲۲ میلیونه افغانۍ عواید راټولېږي او د دولت خزانې ته ځي.

هغه وایي،خلک دې ورسره همکاري وکړي او له ټاکلي نېټې پرته دې نه ورځي،چې هم ځان او هم دوی ته سرخوږی جوړوي.

حقاني زیاتوي:«موږ که په ورځ کې څلور زره پاسپورتونه اجراء کړو نو د ورځې دوه ویشت میلیونه افغانۍ عواید لرو.»

په ورته وخت کې حقاني وايي، له دوی پورې اړوند کسان له هېچا غیر قانوني پیسې نه اخلي او که په اړه یې څوک اسناد او شواهد لري،له دوی سره دې شریک کړي،چې جدي او قانوني چلن ورسره وکړي.

حقاني وايي،په ولایتونو کې به هم د پاسپورټ د وېش لړۍ پیل کړي،خو هغه مهال چې تخنیکي ستونزې، پرسونل او نور مالي امکانات ورته برابر شي.

هغه زیاتوي:«که دا کار زیات شي،موږ یو څه زیات پرسونل ته اړتیا لرو او زموږ تخنیکي ټیم په دې کار کوي،چې څنګه کېدای شي نور پرسونل ونیسو.»

یو شمېر مراجعین،چې برېښنايي پېژندپاڼه نه لري،یاد ریاست ته له کاغذي پيژندپاڼو سره راغلي دي،خو پاسپورت په کاغذي تذکره نه ورکول کېږي.

د پاسپورت لپاره مراجعه کوونکی عبدالخبیر وايي:« دلته راغلی یم،عریضه مې کړې ده او د اقامې وخت مې په پوره کېدو دی،خو برښنایي پېژندپاڼه نه لرم او نه داسې ژر جوړېږي او په کاغذي  پېژندپاڼه پاسپورت نه ورکوي.»

د پاسپورت ریاست مسوولین وایي، هر سهار پنځه بجې چارې پیل کوي او د مازدیګر تر پنځو دوام ورکوي،چې په وینا یې کله کله ان تر شپږ بجو دوام کوي،خو بیا هم د مراجعینو شمېر زیات دی.

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist