Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

چارواکي: بلخ کې  له لومړي تر دولسم ټولګي پورې نجونې او هلکان ښوونځيو ته ځي او پر وړاندې يې هېڅ ډول خنډ نشته

admin by admin
2021/10/10

د بلخ ولایت پوهنې  ریاست مسوولین وايي، په دغه ولایت کې د نجونو او هلکانو پر مخ ټول ښوونځي پرانيستي او درسي بهير په منظم ډول روان دی. 

دوی همدا راز له کورنيو څخه غوښتنه کوي،چې خپل اولادونه دې په ډاډه زړه ښوونځيو ته ولېږي. 

د پوهنې ریاست آمر مولوي محمد نعيم بلخي  وايي:« بلخ کې له کوم خنډ پرته د پوهنې چارې پر مخ روانې دي، تاسې کولای شئ، چې د ښوونځيو له زده کوونکو او پرسونل سره وګورئ. له پيله تر اوسه پورې زموږ په تعلیمي بهير کې هېڅ ډول خنډ نه ده رامنځته شوی،خلک خوشاله دي او له لومړي څخه تر دولستم ټولګي پورې ښوونځي د زده کوونکو پر مخ پرانیستي دي.»

مزار شریف ښار کې د ګوهر خاتون ښځينه ښوونځي يوې ښوونکې شمشاد نيوز ته وويل، دلته تر دولسم ټولګي پورې نجونې هره ورځ خپلو زده کړو ته ورځي. 

د سهیلا وردګ په وينا،بلخ کې د ښځينه زده کوونکو تر څنګ ښځينه ښوونکې هم په منظم ډول خپلو دندو ته ځي. 

وردګ زیاته کړه:« موږ له اسلامي امارته ډېر منندوی يو،چې د بلخ ټول ښوونځي يې د هلکانو تر څنګ د نجونو پر مخ هم پرانیستي دي.موږ ښوونکي هم زحمت باسو او کار کوو چې د ټولنې اولادونه ښه وروزل شي.»

بلخ کې د لیسې دورې يو شمېر ښځينه زده کوونکو شمشاد سره خبرو کې د افغانستان له اسلامي امارته مننه وکړه،چې دوی ته يې د زده کړو ډاډمن چاپېريال جوړ کړی. 

دوی همدا راز غوښتنه کوي،چې ښځو ته دې د لوړو زده کړو او دولتي ادارو کې د کار کولو زمينه هم برابره شي. 

د دولسم ټولګي زده کوونکې تمنا وايي:«موږ په ښوونځي کې يو، هر څه عادي شوي لکه د پخوا په څېر، زموږ امنيت تامین دی. زموږ د زده کړو ممانعت هم نشته. زه په ټولو کورنيو غږ کوم چې خپل اولادونه نارينه او ښځينه دې ښوونځيو ته واستوي.»

د يوولسم ټولګي یوه بله زده کوونکې فاطمه بیاا وايي:« له اسلامي امارته مو غوښتنه دا ده،چې نجونو ته اجازه ورکړي،چېدولتي پوهنتونونو ته ولاړې شي او همدا راز دې ښځو ته په دولتي ادارو کې د کار کولو زمينه برابره کړي،ترڅو هغوی هم د خپل هېواد په ابادۍ کې ونډه واخلي.»

په ورته مهال بلخ کې ښوونکي  د افغانستان له اسلامي امارته د خپلو تنخواوو غوښتنه هم کوي، هغه څه چې مسوولين يې د اجرا کېدو ډاډ ورکوي. 

په داسې حال کې چې د پلازمېنې کابل په ګډون د هېواد په ګڼو ولايتونو کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو د اوس لپاره بنديز لګول شوی؛خو د دې بر عکس بيا بلخ کې ټول ښوونځي له لومړي تر دولسم ټولګي د نجونو  او هلکانو پر مخ پرانیستي دي. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist