Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کابل ښاریان:اسلامي امارت دې ژر تر ژره ښوونځي او پوهنتونونه پرانيزي

admin by admin
2021/10/09

د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي وايي،تېر دوه کاله په یوه او بله بهانه یې د زده کړو بهير ټکنی شوی او اوس د اسلامي امارت په راتګ د دولتي پوهنتونو دروزاې تړلي دي. 

د دوی په خبره ګڼ شمېر محصلین له بې روزګارۍ او پوهنتونونو تړلو له امله  هېواد پرېښودو ته اړ شوي. 

 د کابل ښار یو تن اوسېدونکی  وايي:« د اسلامي امارت په راتګ سره چې اوس په افغانستان واکمن دی،مخکې د کورونا وبا له امله مکتوبنه او پوهنتونونه رخصت ول او اوس اسلامي امارت بند کړي.هېله مو دا ده،چې ژر تر ژره باید ښوونځي او پوهنتونونونه خلاص شي.»

ځینې نور بيا له بې روزګارۍ او  د بیو له  لوړوالي شکايت کوي او په خبره يې،چې د کار په نه شتون کې په کار وه،چې د اجناسو بيې راټيټي شي،خو په خبره يې هر څه برعکس شوي.

د کابل یو تن اوسېدونکی  وايي:«غريب او بې چاره خلک په ډېرو ستونزو کې لاس او ګريوان دي، د اوړو بيې لوړې شوي، د غوړو بيې لوړې دي، د بورې بيې لوړې شوي، دا خلک يې د اخيستلو توان نه لري.»

شااوخوا دوه ميلونه کسان،چې مخکې يې دندې لرلې،اوس په کور ناست دي او له ګڼو ستونزو کړيږي، ډېری خلک بيا د بې دندو شويو کسانو د غوښتلو خبره کوي،چې بايد پر دندو وګومارل شي.

د کابل ښار یو تن اوسېدونکی وايي:« مخکې چې کوم کسان پر دندو ول، نو هماغه يې د کور نفقه وه، خو اوس چې هغوی بې دندې شوي او په کور ناست دي، نو له ګڼو ستونزو سره مخ دي. له اسلامي امارته مو غوښتنه دا ده،چې بايد دا بې وظيفې خلک ژر تر ژره وغواړي.»

هڅه مو وکړه،د يادو موضوعاتو په تړاو د اسلامي امارت له مسولينو نظر واخلو،خو بريالي نه شو. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist