Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کابل: پر نشه يي  توکو روږدي کسان د طالبانو له زور زیاتي شکایت کوي

admin by admin
2021/10/09

 کابل ښار  کې  یو شمېر  پر نشه يي توکو روږدي کسان وايي، طالبان یې په یوه ځای کې هم نه پریږدي او له وهلو ډبلو پرته ورسره بل هېڅ  چلن نه کوي.

پر نشه یي توکو یو تن روږدی وايي:«له کله چې طالبان راغلي دي،هغوی موږ ته اجازه نه راکوي،چې بهر وګرځو. کله چې موږ وویني، په مرګ مو وهي. داسې مو وهي لکه څوک،چې څاروي وهي. روږدي کسان یې لکه د څاریو بد راځي.»

 اخوا چارواکي بیا وايي، موخه یې له روږدو کسانو سره بد چلن نه دی، بلکې غواړي هغوی روغتونونو ته واستوي،چې بېرته ورغېږي.

طالب چارواکی مولوي فضل الله وايي:«موږ هغوی نیسو او روغتونونو ته یې وړو. هغوی کې چې څوک مړه کیدل، مړه به شي او نور به ورغېږي. کله چې هغوی روغ شي، هغوی بیا ازاد دي.»

له روږدو کسانو ډک دغه کاستر ډوله موټر هغه روغتون ته ځي،چې هلته د دغو روږدو کسانو په دوه بېلابېلو پړاونو کې درملنه کېدوونکې ده.

روغتیاپال محمد حنیف پوپل  وايي:«موږ دلته دوه برخې لرو،چې لومړۍ یې هغه برخه ده،چې ډیری هغه ناروغان په کې درمل کیږي چې درد احساسوي. هغوی به دلته ۱۵ ورځې وي او که ډیر درد یې وو نو ۴۵ ورځې به پاتې شي او بیا دویم پړاو ارواپوهانو ته معرفي کیږي چې هغوی یې رواني درملنه وکړي.»

دلته د روږدو کسانو کورنیو ته هم اجازه شته،چې له څه ناڅه درملنې وروسته د کورنۍ روږدي غړي و ویني.

په افغانستان کې د نشه يي توکو په تړاو څیړنې وايي د  امریکايي ځواکونو له برید وړاندې په ۲۰۰۰ او ۲۰۰۱ کلونو کې هم د هیروینو پر کښت کلک بندیز و،چې بیا په تیرو۲۰ کلونو کې دغه کنټرول ډېر کم شو او پرته له مالیې به په قاچاقي ډول دغه بد بوټی کښت او صادریده.

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist