Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د موټرو پلورونکي: د موټرو بیې خورا ټيټې شوي

admin by admin
2021/10/09

په کابل کې د موټر پلورنځيو مسوولین شکایت کوي،چې کار یې پر ټپه درېدلی او درانه مالي زیانونه ور اوښتي دي.

دوی وايي، سره له دې چې د موټرو بیې د پام وړ ټيټې شوي،خو د پخوا په شان خلک د موټرو اخېستلو ته زړه نه ښه کوي.

د بارګين مالک معصوم ناصري وايي:« مخکې د هر سړي کار جوړ وو،پيسې ډېرې وې، اوس خلک ټول پر کور ناست دي.خلکو وظيفې له لاسه ورکړې،که پيسې هم وي،چا سره په بانکونو کې دي.»

د دوی په وینا هغه موټرې،چې پخوا یې بیه له لسو تر پنځلس زرو ډالرو وه،اوس یې په اته زره ډالره هم نه څوک نه پيري او نه د پخوا په شان پېرېدونکي لري.

د بارګين مالک رحمت الله وايي:« ډېری دا غټې موټرې چې ګورئ، د دې ټولې بيې نمايي ته راښکته شوي دي، ټول تاوان تاوان دي. که فرونر وښايو، که ضد زرې وښايو،که های لېکس وښايو،که مخکې په ۴۰ زره ډالر وو، اوس په شل او دوه ويشت زره ډالره کېږي.»

که څه هم د موټرو  بیې د پام وړ ټيټې شوي او څوک یې خرڅولو ته هم زړه نه ښه کوي،خو شته داسې کسان چې له مجبوریته خپل موټر پلوري.

یو تن موټر پلورنکی  وايي:« اړ  يم،چې دا موټر وپلورم،ځکه کارونه نه شته دی، بې روزګاري ډېره ده،دغه یو موټر لرم،اړ يم،چې د نفقې پيدا کولو له پاره دا کار وکړم او خپل موټر پر نمايي پیه وپلورم.»

د خلکو کمزوري اقتصاد او وزګارتیا سربیره د تیلو بیو لوړېدو او د بې اسناده موټرو چلښت هم د اسناد لرونکو قانوني موټرو ارزښت ټیټ کړی دی.

موټر چلوونکي شکایت کوي،چې پخوا یې یو لیتر پطرول په ۵۰ افغانۍ اخېستل،خو اوس له ۷۰ هم پورته شوي،چې د  ټولې ورځې کار کولو سره ایله د تیلو مصرف پوره کړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist