Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

اسلامي امارت: مسلکي او تخصصي ګومارنو ته ژمن یو

admin by admin
2021/10/07

د بهرنیو چارو وزارت کې تازه ځينې ګومارنې شوي او د دوه ریاستونو لپاره رئیسان ټاکل شوي دي.

د افغانستان اسلامي امارت چارواکي وايي، د تازه ټاکل شويو کسانو په مسلکیتوب او ژمنتیا باوري دي او په وینا یې ټاکنه یې د مسلکیتوب پراساس کړې ده.

خیرالله شینواری چې دمالوماتي ټیکنالوجۍ په برخه کې یې زده کړي او اوس په دغه برخه کې پر ماسټرۍ بوخت دي، په بهرنیو چارو وزارت کې د مالوماتي ټیکنالوژۍ د رئیس په توګه ګومارل شوی دی.

شینواری وايي،د بهرنیو چارو وزارت د رهبرۍ له هدایت سره سم یې نن رسما کار پيل کړی دی.

شینواری زیاتوي:« د بهرنیو چارو وزارت د چارسمبالي له موږ د تخصص او مسلک پوښتنه وکړه او له هغې وروسته موږ په اړونده برخه کې خپله تجربه او تخصص ورسره شریک کړ. بالاخره زه یې د بهرنیو چارو وزارت د مالوماتي ټیکنالوژۍ د رئیس په توګه وګومارلم.»

شفیع اعظم ، بیا د بهرنیو چارو وزارت د اقتصاد رئیس په توګه ټاکل شوی دی.  اعظم په اقتصادي برخه کې تر ماسټرۍ کچې زده کړي او له طالبانوسره په وسله واله مبارزه کې یې هېڅ ډول عملي رول نه درلود.

اعظم وايي، له هغې وروسته چې له ترکیې کابل ته راغی،داسلامي امارت له لوري ورته دنده ورکړل شوه .

اعظم  زیاتوي:« چون زه یو لوستی ځوان وم،ما په اقتصاد کې زده کړي دي او په دغه برخه کې کافي تجربه لرم. پر همدې اساس د اسلامي امارت له لوري په بهرنیو چارو وزارت کې ماته د دغې برخې مسوولیت را پر غاړه شو.»

که څه هم پر سرپرستې کابینې نیوکې شته،چې ټول شموله نه ده،خو مسوولین وايي، کابینه یې ټول شموله، مسلکي او ملي ګټو ته د ژمنو پر اساس تشکیل کړې ده.

بهرنیو چارو وزارت وايي،هغه مسلکي کادرونه به بېرته راوغواړي،چې له هېواده بهر تللي دي .

د بهرنیو چارو وزارت د اقتصاد رئیس شفیع اعظم  وايي:« زه باور لرم،کوم تخنیکي کسان چې بهر ته تللي بېرته رابلل کېږي او په اړوندو برخو کې به ترې کار واخېستل شي.»

د بهرنیوچارو وزارت دمالوماتي ټیکنالوژۍ خیر الله شینواری وايي:« د اسلامي امارت رهبري مقرریان د شایسته سلارۍ او مسلک پر اساس کوي  او هڅه کوي،چې هغه کسان په دندو وګوماري،چې وړ وي او په ځانګړې توګه په بهرنیو چارو وزارت کې دغه زیات مراعت شوی دی.»

داقتصاد او مالوماتي ټیکنالوژۍ ریاستونه په بهرنیو چارو وزارت کې له مهم پوسټونو دي، چې د هېواد د بهرني سیاست په دستګاه کې مهم رول لري.

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist