Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کابل: د پوهنتون یوه استاد او کورنۍ یې د اعتراض په ډول کفنونه اغوستي

admin by admin
2021/10/06

په کابل کې نن  چهار شنبه د « ۱۴۰۰ کال د تلې پر ۱۴ مه»  د يوه خصوصي پوهنتون استاد او کورنۍ يې له دې امله د اعتراض په ډول کفنونه اغوستي دي، چې ګواکې اسلامي امارت يې حقونه نه ورکوي.

استاد محمد صابر انسان دوست  وايي، د ده په څېر د ډېرو نارينه و او ښځینه و حقوق اخېستل شوي دي.

انسان دوست وايي: «اوس مهال زه بې روزګاره او وږی يم. اسلامي امارت زما او د ډېری کسانو اسلامي او اساسي حقوق سلب کړي دي. نارينه له کارونو او ښځینه له تحصيل څخه بې برخې شوي دي. امنيتي خوندیتوب نه لرو.»

د پوهنتون د ياد استاد په خبره تر دوه ميلیونه زیات کسان له دوه میاشتو راهیسې بې روزګاره شوي او اوس له هېواده وتلو ته اړ شوي دي، چې دا د یو لوی بشري ناورین پيلامه ده.

انسان دوست زیاتوي: «اوس مهال تر درې ميلونه کسانو پورې هڅه کوي ترڅو له هېواده ووځي، ځکه چې دوی ټول بې کاره دي. نو د دومره ډېرو کسانو وتل له هېواده د لوی بشري ناورین لامل کېدای شي.»

استاد محمد صابر سره په دغه اعتراض کې له هغه سره یې مېرمن هم یوځای ده او نیوکه لري چې په يوه خصوصي لېسه کې ښوونکې وه، خو اوس ترې د کار حق اخېستل شوی او له بد اقتصادي وضعیت کړېږي.

شيلا انسان دوست وايي: «ځینې داسې ښځې وې، چې د کورنۍ سرپرستي ورپر غاړه وه، اوس ښځې اوس په کور ناستې دي، اړې دي چې يا سوال وکړي او يا فحاشۍ ته مخه کړي.»

له يادې کورنۍ سره يې ماشومان هم و، چې په لاسونو کې يې بېلابېل شعارونه انتقالول او له اسلامي امارت يې ځينې غوښتنې لرلې: «زه له اسلامي امارته غواړم چې ماته زما د تحصيل او نور حقونه بېرته راکړي.»

ياده کورنۍ وايي، که يې غوښتنې ونه منل شي، اعتراض به پراخ کړي او نور خلک به هم وهڅوي، تر څو له دوی سره يوځای خپل حقوق وغواړي.

د افغانستان  اسلامی امارت مسولینو بیا تر اوسه پورې د یادو معترضینو د ادعاوو په تړاو څه نه دي ویلي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist