Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ټولګټو چارو وزارت: د کابل – میدان وردګو ترمنځ د ۸ کیلو متره سړک بیا رغولو چارې پیل شوې

admin by admin
2021/10/06

د ټولګټو چارو وزارت تخنیکي مرستیال ادریس میر وايي، د کابل – میدان وردګو ترمنځ د ۲۴ کیلومتره سړک سروې بشپړه شوې او اته کیلومتره  به یې د ژمي تر رارسیدو وړاندې  ورغول شي.

ادریس میر وايي،  پر دې سړک دېرش عشاریه درې میلیونه افغانۍ لګښت  راځي.

ادریس میر زیاتوي:« له کمپنۍ تر میدان ښاړه د سړک ترمیم برخه ده،چې ۲۴ کیلو متره مو سروې کړې او ۸ کیلومتره یې چې کابل ته نږدې وه او هم یې وضعیت ډېر خراب و هغه مو لومړیتوب کې راوست.»

د سیمې خلک او د دې لویې لارې موټر چلونکي خوښ دي،چې د امارت په راتګ سره به هغه ستونزه حل شي،چې د وران سړک له امله ورته پېښېدې.

دوی وایي، د دې سړک د بیا رغولو چارې ان لس کاله وړاندې د حامد کرزي د واکمنۍ پرمهال پيل شوې وې،خو بشپړې نه شوې.

د سیمې یو تن اوسېدونکی وايي:« خلک، کورونو والا، لوی او واړه په تکلیف وو، خټې به وې،موټر به له ستونزو سره مخ ول. هغه د پیسه دارۍ وخت کې چې له بهره پیسې راتللې جوړ نه شو، خو ان شاء الله،چې په دې فقیرۍ کې به جوړ شي.»

د سېمې یو بل  اوسېدونکی وايي:« د دې سړک د بیا رغولو چارې لس کاله مخکې د کرزي صیب په دوران کې شروع شوي وو،چې مخکې چا زور نه درلود،چې سړک یې له غاصبینو نیولی و او چارې یې پر ټپه ولاړې وې، د غني په دوران کې هم دا کار سرته ونه رسید،چې زموږ ورته ډېرې تمې وې.»

اسلامي امارت وایي،د سالنګونو سربیره به د هېواد پر کچه د ټولو لویو لارو هغه برخې په اساسي ډول ورغوي،چې دا مهال پرې تګ راتګ ستونزمن دی.

د ټولګټو چارو وزارت مشاور حافظ منور وايي:«  د ژمي تر را رسېدو مخکې هغه نقاط چې اسیب پذیره دي،هغه ترمیم کېږي،تر څو په ژمي کې د ټرافیکو پر وړاندې شته خنډونه لرې شي.»

د کابل د ټولګټو چارو  مشر محمد هارون بیا له خلکو غوښتي،چې د سړک په بیا رغولو کې ورسره همکاري وکړي، خنډونه رامنځته نه کړي او د چارو چټکتیا کې ورسره همکاري وکړي.

هارون زیاته کړه:« موږ د سیمې له خلکو یوازې دومره غواړو،چې د سړک په بیا رغولو کې د شرکت او  اسلامي امارت سره همکاري وکړي.»

په ټوله کې د خلکو غوښتنه له اسلامي امارته دا ده،چې له خلکو سره تر مشورو وروسته دې لومړیتوبونه وټاکي او د شته ستونزو د حل لپاره دې چټک ګامونه پورته کړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist