Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

پاسپورټ ریاست: سر له نننه د پاسپورټونو پر وېش کار پيل کېږي

admin by admin
2021/10/05

د افغانستان پاسپورټ ریاست چارسمبالي مولوي عالم ګل حقاني  نن  سه شنبه د « ۱۴۰۰ کال د تلې په ۱۳ مه» په یوه خبري  کنفرانس کې وویل، د پاسپورټونو د وېش پر  بهیر سر له نننه کار پيل کېږي. 

حقاني وايي، اولویت هغو مراجعینو ته ورکول کېږي،چې د پاسپورټ اخېستو لپاره یې له وړاندې نوم لیکنه کړې ده.

 هغه وايي، لومړي سر کې هغه شااوخوا ۲۵ زره پاسپورټونه ورکول کېږي،چې چارې یې وړاندې بشپړې شوي او یا نیمګړي پاتې دي او ورپسې به یو سل او اویا زره نور هغه وېشل کېږي،چې فورمې یې له پخوا ډکې شوې وې.

حقاني زیاته کړه:«ل موږ له ټولو مخکې هغه پاسپورټونه اجراء کوو،توزیع کوو،چې کارونه یې بشپړ او یا نیمګړي پاتې وي. هغه پاسپورټونه چې پیسې یې داخلې شوې دي او تقریباً کارونه یې د بشپړېدو په درجه کې دي له شل تر ۲۵ زرو دي.»

حقاني ډاډ ورکړ،چې د نویو مراجعینو لپاره به راتلونکې اوونۍ د پاسپورټونو ویش لړۍ پيل کړي.

هغه وايي، پخوانۍ ښځينه کارکوونکې یې هم راغوښتې او د ښځینه مراجعینو لپاره ځانګړې د تګ راتګ لارې او دفترونه جوړ شوي دي.

حقاني زیاتوي:« کوښښ به وکړو،چې په ورځ کې د درې زرو پر ځای پنځه یا شپږ زره پاسپورټونه په مرکز کې اجراء کړو. موږ د ښځینه مراجعینو لپاره ښځینه کارکوونکې ګومارلي دي.»

کورنیو چارو وزارت د رسنیو او عامه اړېکو مشر قاري سعید خوستی وایي، ټول هغه پخواني مسلکي کادرونه به بیرته خپلو دندو ته وروغواړي او د ښځینه کارکوونکو لپاره به ځانګړي ځایونه ولري.

خوستي زیاته کړه:« اسلامي امارت په ټولو برخو کې ژمنتیا لري،چې د دې هېواد څومره مسلکي کادرونه دي،هغه به بېرته خپلو کارونو ته راغوښتل کېږي او له هغوی به کار اخېستل کېږي.»

 د پاسپورت ریاست وایي، واسطه، جعل او فریب نه مني او خپل ټول پرسونل ته یې سپارښتنه وکړه،چې پرته له کوم، فشار، مصلحت او واسطې خپلو چارو ته دوام ورکړي.

اخوا بیا خپلو دندو ته بېرته را ګرځول شوې ښځینه کارکوونکې وايي، خوښې دي،چې بیرته خپل کار ته راغوښتل شوې دي او د کار حق ترې نه دی  اخېستل شوی.

د پاسپورت ریاست یوه کارکوونکې وايي:« پرون ورځ راسره اړیکه ونیول شوه،چې د پاسپورت ریاست ښځینه کارکونکې دې هم خپلو دندو ته راشي او دوام دې ورکړي. موږ له اسلامي امارت خوښې یوو،چې ښځو ته یې هم حق ورکړ او نن یې جلسې ته رغوښتې یوو.»

د پاسپورت ریاست د مشر  په وینا شااوخوا یو میلیون له پخوا چاپ شوي پاسپورټونه لري،چې هره ورځ به یې ۶ زره جلده پرته له کوم تغیر وویشي،چې له درکه به یې تر پنځوس میلیونه افغانۍ عواید ترلاسه شي.

 مسوولینو همدا راز ډاډ وښود،چې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش بهیر هم پیل  کوي،خو دقیقه نیټه یې اعلان نه کړه. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist