Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کورنیو چارو وزارت: بګرام او یو شمیرنورې پوځي اډې به یوځل بیا فعاله شي 

admin by admin
2021/10/03

د کورنیو چارو وزارت ویاند او  د مطبوعاتو برخې مشر قاري سعید خوستی وايي، په پام کې ده چې بګرام او یو شمېر نورې پوځې اډې چې د وروستیو تحولاتو له امله تخریب شوي دي، یوځل بیا ورغوي.

خوستی وايي، دغه اډې د اسلامي اردو لپاره مهمې دي، چې تخنیکي چارې یې هم په چټکۍ سره پرمخ روانې دي.

خوستی  زیاتوي: «په هېواد کې چې څومره پوځي اډې دي، هغه به بېرته فعالېږي، له ډلې یې یوه د بګرام هوايي اډه ده، چې د استفادې لپاره به چمتو شي. د بګرام او نورې پوځي او هوايي اډې د اسلامي امارت د پوځ او اردو لپاره مهمې دي، چې تخنیکي چارې یې هم پرمخ روانې دي.»

پوځي کارپوهان وايي، د بګرام هوايي اډه په سیمه کې له ستراتیژیک موقیعته برخمنه ده او باید د افغانستان پوځ په داسې مرکز بدله شي، چې په راتلونکي کې د هېواد داستقلال په ساتنه کې ترې کار واخېستل شي.

د پوځي چارو شنونکی حکمت الله حکمت وايي: «د بګرام هوايي اډه په سیمه کې له یو ستراتیژیک موقیعته برخمنه ده، بګرام په حقیقت کې د افغانستان د هوايي ځواک هغه ستر مرکز و، چې د هېواد د استقلال په ساتلو کې یې رول درلود، بګرام باید د افغانستان د اردو په داسې یوه ستر مرکز بدل شي، چې په راتلونکې  د هېواد داستقلال په ساتنه کې رول ولري او په هېڅ صورت باید دغه اډ‌ه د بهرنیو هېوادونو د نظامي فعالیتونو پر مرکز بدله نه شي.»

په تېرو شلو کلونو کې امریکا د بګرام له هوايي اډې په افغانستان کې د یو سترپوځي مرکز په توګه کار اخېست او پر طالبانو یې د هوايي بریدونو لپاره الوتکې هم له همدې پوځي اډې پورته کېدې.

د دې ټولو ترڅنګ په دغه پوځي مرکز کې زرګونه زندانیان هم ساتل کېدل، چې ډېری یې طالبان وو.

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist