Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

عمران خان:  تمه لرو اسلامي امارت به له پاکستاني طالبانو سره د سولې خبرو کې همکاري وکړي

admin by admin
2021/10/03

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان ویلي، تمه لري، چې اسلامي امارت به د پاکستان حکومت او پاکستاني طالبانو سره د سولې خبرو کې همکاري وکړي.

خان ویلي، که پاکستاني طالبان وسله پر ځمکه کېږدي، دوی به یې وبښي او هغوی به د عامو وګړو په څېر ژوند ته دوام ورکړي.

خان زیاتوي:« د ټي ټي پي ځېنې ډلې موږ سره د سولې خبرې غواړي او موږ له هغو ډلو سره خبرې اترې کوو.»

خو د عمران خان له دې څرګندونو سمدستي وروسته پاکستاني طالبانو د رسنیو هغه راپورونه ناسم وګڼل، چې ګنې دوی له پاکستاني حکومت سره اوربند کړی دی.

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې د حافظ  ګلبهادر ډلې سره شل ورځنی اوربند شوی، خو پاکستاني طالبان وايي، دوی متحد دي، اختلاف په کې نه شته دی. 

 د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي ډلې ویاند په ورته وخت کې د خپلې ډلې پر وسله والو غږ کړی، چې خپلو بریدونو ته زور ورکړي.

د لوېدیځ د ګټو پر ضد او له اسلامي ارزښتونو ساتنه او پاکستان کې د اسلامي شریعت نافذېدلو داعیه هغه تړاو دی، چې د پاکستاني طالبانو ډله په کور دننه او په سیمه ییزه کچه د هغوی ملاتړي مرستې ته هڅولی شي.

 د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په خبره، له پاکستاني طالبانو سره یې د سولې خبرې افغانستان کې پیل کړي دی.

خان زیاتوي:«خبرې اترې په افغانستان کې دوام لري او موږ ویلی شو، چې افغان طالبان همکاري کوي.»

ښکاري، چې د طالبانو د ځپلو لپاره پر پاکستان د لویدیځ د مرستو سرچېنې وچې شوي دي او یا به نور نه غواړي د امریکا د خوشحالولو لپاره تر خپل حاکمیت لاندې سیمو کې ولسونه وځپي.

عمران خان وايي:« زه په پوځي حل بارو نه لرم. زه د نظامي حل پر ضد یم. د یوه سیاست وال په حیث سیاسي مذاکرات هغه لار وینم، چې مایې د افغانستان په اړه هم ویلي و.»

پاکستان د ترهګرۍ سره د مبارزې په نوم له امریکا میلیاردونه ډالر اخیستي، خاوره او فضاء یې هغوی ته په اختیار کې ورکړې ده، چې زرګونه پښتانه یې د ترهګرو په نوم وژلي او یا یې ژوندي ورک کړي دي، اوس چې ظاهراً امریکا له سیمې وتلې، پاکستاني سیاستوال د خپل تېر عمل په اړه د ولس قضاوت څخه اندېښنه کې دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist