Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د اسلامي امارت مسوولین: یوه مناسب وخت کې به له امریکا پر افغانستان د برید پوښتنه وکړو

admin by admin
2021/10/03

په پکتیا ولایت کې د شنبې په ورځ د «۱۴۰۰ کال د تلې پر ۱۰ مه» یوې ناسته کې د اسلامي امارت یو شمیر مسوولینو  وویل، امریکایانو د نړیوالو قوانینو او اصولو خلاف پر افغانستان تیری کړی و او هغه څوک یې هم نورو هېوادونو کې ووژل،چې ظاهراَ د هغوی پلټلو پسې راغلي ول.

په ورته وخت کې دوی وايي، په یوه مناست وخت کې به له امریکا پر افغانستان  د برېد پوښتنه وکړي. 

د اسلامي امارت د کابل جګړې مسوول عبدالرحمن منصور وايي:« موږ به له امریکا په ښکاره ډول پوښتنه وکړو،چې ولې یې پر افغانستان برید وکړ؟ دغو کسانو د نیولو خبرې مو چې کولې هغه خو مو دلته پیدا نه کړل او نورو هېوادونو کې مو ووژل.»

د اوبو او برېښنا چارسمبالی وزیر عبدالطیف منصور وایي ،نړیوال دې اسلامي امارت پر رسمیت وپیژني او د فشار په توګه دې له وسله والو ډلو سره تړاوو نه ورکوي. 

منصور زیاتوي:« د روس په وخت کې اشرار و، د امریکایانو وخت کې موږ تروریستان وو اوس هم د فشار په توګه زموږ تړاوو له وسله والو ډلو سره کېږي،چې دا عدالت نه دی.» 

د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد  د نظام پر ټینګښت ټینګار کوي او له خلکو غواړي،چې تر څنګ یې ودریږي. 

مجاهد  وايي:« دا چې بیا د شخړو او جګړو شاهدان نه وو ، د یرغلونو شاهدان نه وو اسلامي نظام که الله را ک، چې ضایع نه شي خپلواکي مو ضایع نه شي د دې ټولو موخو تر لاسه کولو لپاره هېله ده ، چې ټول ولس مو تر شاه ودریږي.»

د اسلامي امارت مسوولین وایي،نظامي بریا یې تر لاسه کړې او د سیاسي بریا تر لاسه کولو په موخه له نړیوالو سره د متقابل احترام پر بنسټ د اړیکو جوړېدو هڅې کوي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist