Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

تحلیل کوونکي: نړۍ او افغانستان  باید د خپلو ګټو پر اساس سیاسي تعامل وکړي 

admin by admin
2021/10/03

 د سیاسي چارو یو شمېر تحلیل کوونکي وايي، د سیمې او نړۍ ګڼ هېوادونه په افغانستان کې سفارتونه لري، چارې یې نه دي درولي، له حاکم حکومت او سیاسیونو سره یې استازي لیدنې هم لري او دغه کار د نړیوالو کنوانسیونونو پر اساس له افغانستان سره د دوی غیر مستقیمې ډیپلوماتیکې اړیکې ښيي.

د سیاسي چارو تحلیل کوونکی عزیز معارج  وايي:« دا چې نړیوال له یوه لوري شرطونه وړاندې کوي او له بلې خوا يې سفارتونه په افغانستان کې فعاله دي، ویزې ورکوي لېدنې کوي، د ویانا او شیکاګو کنوانسیونونو مطابق دوی له افغانستان سره غیر مستقیمې ډیپلوماتیکې اړیکې لري، له بل  لوري بیا طالبان هم د دوی شرایط نه ردوي. نو دلته ځنې شکونه راپورته کېږي، چې دغه فضاء د یوه  فرصت په توګه ساتل کېږي او ښايي د پردې ترشاه نورې خبرې وي.»

دوی غوښته کوي، چې نړۍ او افغانستان دواړه دې د خپلو ګټو او ملي ارزښتونو په رڼاکې سیاسي تعامل ته غاړه کېږدي او نړۍ دې د خپل مسوولیت پر اساس افغانانو ته دا فرصت ورکړي، چې د یوه رسمي نظام تر چتر لاندې ژوند وکړي.

  د سیاسي چارو تحلیل کوونکی شهزاده مسعود وايي:« نړیوال هم خپلې ګټې لري او موږ افغانان هم خپلې ګټې لرو او د متقابل درناوي پر اساس باید له یوه بل سره سیاسي او اقتصادي راشه درشه ولرو. هېله دا ده، چې هم طالبان او هم نړیوال خپلو ګټو ته په کتو سره باید داسې سیاسي تعامل ته سره ورسېږي، چې له افغانستان سره نړیوالې مرستې دوام وکړي او افغانان د یوه  رسمي حکومت تر چتر لاندې اباد هوسا او مترقي ژوند ولري.»

اسلامي امارت بیا د نړۍ له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي او زیاته کړې یې ده، که هرهېواد ورسره ستونزه لري، حاضر دي، چې د خبرو له لارې یې حل کړي.

د رئیس الوزرا لومړی مرستیال ملا عبدالغني برادر وايي:« د افغانستان اسلامي امارت د نړۍ له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي او که څوک له موږ سره ستونزه لري، حاضر یو، چې د مفاهیمې له لارې مشکلات سره حل کړو. زموږ حکومت هېچاته د زیان اړولو اراده او پالیسي نه لري او راتلونکی افغانستان به د امن کور وي.»

شااوخوا دوه میاشتې کېږي، چې طالبان پر ټول افغانستان حاکم دي او نظام لري، خو لا تراوسه پورې کوم هېواد د دغه نظام  د رسمیت پیژندو لپاره زړه نه دی ښه کړی. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist