Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

اقتصاد پوهان: د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو ارزښت ټيټېدو د افغانانو اقتصاد ځپلی

admin by admin
2021/10/03

د اقتصادي چارو یو شمېر پوهان وايي، وروستي بدلون، د امریکا متحدو ایالتونو له خوا د افغانستان د پانګې کنګل او د مرستو درېدو د افغانیو پر وړاندې د بهرنیو اسعارو ارزښت لوړ کړی او د افغانیو ارزښت یې په بې ساري ډول ټیټ کړی دی.

اقتصاد پوهان اندېښنه لري، که کنګل شوې پیسې بېرته افغانستان ته ونه سپارل شي افغانان به بدې ورځې په مخکې ولري.

اقتصاد پوه تاج محمد تلاش وايي:« لومړی د افغانستان مالي سرچینه، چې د امریکا له لوري کنګل شوې، دویم زما په فکر، چې د ګاونډیو هېوادونو او نړیوالو ستراتیژیکې اقتصادي مرستې، چې لاس تر زنې ناست دي او د افغانستاان سیاسي اوضاع څیړي اقتصاد او سیاست سره یوځای کوي، درېیم تراوسه هم هغه پخواني کړکېچن اقتصادي طرزالعملونه موجود دي، چې ورسره ډالر لوړ او د توکو بیې لوړې شوي دي. د دې چارې اغېزې پر  عامو خلکو ډېرې منفي دي.»

 یو شمېر نور بیا د افغانستان اقتصاد مخ پر رکود بولي او له اسلامي ا مارته غواړي، چې له هېواده د ډالرو قاچاق مخنیوی وکړي.

 اقتصاد پوه امید حیران وايي:« په داسې حال کې چې هېواد له اقتصادي کړکېج او رکود سره مخ دی، نړیوال بندیزونه به زموږ پر اقتصاد ناوړه اغیزې وکړي. خلک ورځ تر بلې له اقتصادي ستونزو سره مخ کېږي. موږ له امریکا غواړو، چې د افغغانستان پیسې له کنګل وباسي او له طالبانو غواړو، چې هغه اسعار چې له ګاونډیو هېوادونو د ډالر د تبادلې لپاره راځي، مخه یې ونیسي، همداوس پاکستانۍ کلدارې او ایراني تومن راځي. دلته ډالر کېږي، په ناقانونه توګه، دا په اقتصاد ناوړه اغېز کوي.»

د اسلامي امارت واکمن کېدو سره په ټول هېواد کې بانکونه تړل شوي او په محدود ډول خپل فعالیتونه مخته وړي، چې ګاونډیو هېوادونو سره یې راکړه ورکړه هم اغېزمنه کړې ده.

اندیښنې دا دي، که چیرې کنګل شوې پیسې بېرته افغانستان  ته ورنه کړل شي، په بانکونو کې شته پيسې به هم خلاصې او افغانان به له سختتو اقتصاي ستونزو سره مخ شي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist