Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

شنونکي: د طالبانو په اړه د امریکا سیاست د بدلون په حال کې ده

admin by admin
2021/09/30

د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي وايي، امریکا پر خپل سیاست ثابته نه شي پاتې کېدای، خو پر افغانستان مستقیمې اغیزې لرلی شي.

دوی وايي، امریکا کې اوس په کور دننه د جمهوریت پالو او ډیموکراټانو ترمنځ خپل منځي جنجالونه زیات شوي دي.

دوی زیاتوي، جمهوریت غوښتونکي هڅه کوي افغانستان کې د وروستیو تحولاتو په اړه د جوبایډن اداره تر فشار لاندې راولي.

د سیاسي چارو شنونکی عبدالحی قانت وايي: «دا ټول د امریکا داخلي سیاست ده، جمهوري غوښتونکي غواړي چې جو بایډن په فشار کې واچوي، د هغه سیاسي کردیت خراب کړي، خو کوم زیان  چې افغانستان لپاره لري، هغه د موجوده حکومت او امریکا متحده ایالاتو ترمنځ بې باوري نوره هم راکمه کړي. د اوسني حکومت مسولیت دا جوړيږي، چې امریکا او نورو نړیوالو سره ښه باور رامنځ ته کړي، ترڅو د نوي حکومت په رسمیت پېژندنه کې مرسته وکړي.»

شنونکي  باور لري چې امریکا کې د افغانستان په اړه دریځونه او سیاستونه ثابته نه شي پاتې کېدای.

دوی له طالبانو بیا غوښتنه کوي چې په خپله سیاسي او دیپلوماتیکه دستګاه غور وکړي او داسې څیرې وګوماري چې پر نړیواله کچه لابي وکړای شي.

د سیاسي چارو شنونکی هاتف مختار وايي: «سیاست د بدلون په حال کې ده، پرون د افغانانو ملي ګټې دا وې چې د امریکا او اشغالګرو پر وړاندې جنګېدل، نن د افغانستان د مجاهد ملت ګټه په دې کې ده چې امریکایانو سره ښه روابط ولري، خو طالبان دې کوښښ وکړي چې داسې دوکتورین پیداکړي چې پر نړیواله کچه ورته ښه لابي وکړي.»

امریکایانو نه یوازې د طالبانو حکومت په رسمیت نه ده منلی، برعکس یې تابیه نیولې چې پر طالبانو باندې نوي بندیزونه ولګوي.

خو شنونکي بیا وایي، اوس شرایط داسې راغلي دی، چې نړیوال غواړي، له طالبانو سره تعامل وکړي.

درېیمې کرښې غړی خلیل نادم وايي: «زه فکر کوم چې طالبان باید نړیوالو ته پلمه په لاس ورنه کړي، هغه غوښتنې چې نړیوال پرې ټینګار کوي چې ښځو ته کار ورکول، تعلیم ته اجازه، د بیان ازادي او بشرحقونو ته درناوی دی دا باید ورته برابر کړي.»

اوس به ولیدل شي چې د امریکا وروستی دریځ د اوسني افغانستان په تړاو څه دی او د جمهوري پالو سناتورانو د وروستۍ غوښتنې په اړه چې پر طالبانو او اسلام اباد یې د بندیزونو غوښتنه کړې ده، څه پرېکړه نیسي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist