Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

موټر چلوونکي: د هرات اسلام کلاه ګمرک کې چارې تر اوسه نه دي عادي شوي

admin by admin
2021/09/29

یو شمېر موټرچلوونکي وايي، د هرات اسلام کلاه ګمرک کې  لاهم چارې په سمه توګه نه دي پيل شوي او په خبره یې ډېری پانګوالو خپل کارو بار نه دی پیل کړی.

یو تن موټر چلوونکی وايي:« نه نه مخکې خو ډېره ګډوډي وه، اوس شکر الحمد الله نظم ډېرسم دی، خو کار نه شته دی.  کار ډېر لږ دی،ما د شپږو میاشتو لپاره ویزه اخیستي وه، تر اوسه پورې مې  دوې پېري وهلي دي، نه د مخکي په پرتله کارونه سم نه دي پيل شوي، موږ به وړاندې  اونۍ کې دوې پيري وهلي،خو اوس یوه پیره هم نه کېږي.»

موټر چلوونکي وايې،د ګمرکي اسنادو پړاونو بشپړولو په برخه کې هم یو لړ ستونزې شته، چې له اسلامي امارته یې د حل غوښتنه کوي.

موټر چلوونکی وحید احمد وايي:« اوس خو تجاران هم نشته دی، کاروبار نه کوي، تجاران تللي، له همدې امله وایو، کارو بار نشته دی. ان شاءالله سمیږي، توکل پرخدای وبه ګورو، چې به وشي.»

بل پلو سوداګر  بیا وايي، اسلام کلاه ګمرک کې د وارداتو کچه د پخوا پرتله ځکه کمه شوي، چې ډېری سوداګرو لاهم خپل کارو بار نه دی پیل کړی.

د ګمرک مسوولین سوداګروته ډاډ ورکوي،چې خپل کاروبار دي پيل کړي او په هره برخه کې به ورته اسانتیاوې رامنځته کړي.

اکرام الله اکرام د اسلام کلاه ګمرک مسوول وايي:«موږ  بشپړ ډاډ ورکوو. له دې وړاندې مو هم ډاډ ورکړی دی، چې سوداګر هره ستونزه لري، هغه به ان شآءالله حل کړو. دوی دې هیڅ تشویش نه کوي.»

د نوي حکومت په راتلو سره د دغه ګمرک چارې د لنډ مهال لپاره ټکنۍ  شوې وې،خو چارواکي یې  اوس چارې عادي شوې بولي.

د اسلام کلاه ګمرک مسوول مولوي اکرام الله اکرام وايي:«موږ تجارانو ورونو، موټروچلوونکو وروونو ته ډاډ ورکوو. الحمدالله دلته ټولې چارې ښیې فعاله او عادي رواني دي. موږ هره ورځ له ۳۰۰ تر۴۰۰  پورې موټر واردات لرو،ټول په سیستم کې داخل سرته رسیږي.»

اکرام وايي، تېره میاشت کې له دغه ګمرک میلیونونه افغانۍ عاید ترلاسه شوی،چې د دولت خزاني ته ورغلي.

 هغه وايي، د اسلام کلاه ګمرک د عاید راټولولو سیستم د هرات او کابل له مرکزي سیستمونو سره نښول شوی دی.

که څه هم چې مخکني حکومت کې د اسلام کلاه ګمرک له لارې د وارداتو او صادراتو کچه د اوس پرتله لوړه وه،خو په حکومت کې پراخ فساد د دې لامل بلل کېده،چې یوه اندازه زیات عواید حیف  او میل شي.

اسلام کلاه ګمرک چې د هېواد پر کچه له لویو ګمرکونو بلل کېږي،هره ورځ سلګونه ټونه سوداګریز توکي ورڅخه واردېږي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist