Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

تحلیل کوونکي: که نړیواله ټولنه نوی حکومت پر رسمیت ونه پېژني افغانستان په یو ستر ناورین بدلېدای شي

admin by admin
2021/09/29

د سیاسي چارو یو شمېرر تحلیل کوونکي په دې باور دي که نوی حکومت ژر پر رسمیت ونه پېژندل شي، ښايي افغانستان یو ځل به د ترهګرۍ پر مرکز بدل شي.

دوی وايي، د یوې نیمې میاشتې له  تېرېدو وروسته چې نوی حکومت د کوم هېواد له لوري پر رسمیت نه دی پېژندل شوی، سم لاسي ناسم اغیز یې افغانستان کې د خلکو پر اقتصاد کړی دی.

د کندز پخوانی والي عمر ساپی  وايي: «زه فکر کوم د طالبانو حکومت به په مرور د زمان تضعیف کېږي، کورنۍ جګړې او نا امني به زیاتیږي. هغه تروریستي ډلې چې غرب او نړۍ سره په خصومت کې دي هغوی به له دې نقطې  استفاده وکړي او یو ځل بیا به افغانستان د تروریزم مرکز ګرځي. نړۍ ته به ستر ګواښ وي، له دې سره به افغان ولس ته هم یو سرخوږی وي او حتی افغانستان به د یو بل ستر ناورین او جګړې شاهد وي.»

سره له دې چې د افغانستان اسلامي امارت ویلي، په ټولو میعارونو برابر دي، خو تر اوسه یوه هېواد هم په رسمي توګه نه دي ویلي، دوی د طالبانو حکومت پر رسمیت نه پېژني او نه هم کوم ضرب العجل شته، چې کله به د طالبانو حکومت منلو ته غاړه ږدي، یو لړ شرایط یې رامخکې کړي، چې هغه حکومت کې د ښځو شاملېدل، د بیان ازادي، بشرحقونو او نړیوالو کنوانسینینو ته درناوی ده.

سږکال د ملګرو ملتونو سرمشریزه کې نه د طالبانو او نه هم د تېر حکومت استازي ته د وینا اجازه ورکړل شوه، هغه ناسته چې کېدای شوای طالبانو د نړۍ هغه لید لوری بدل کړای وه.

د سیاسي چارو تحلیل کوونکي په دې باور دي چې طالبانو د نړیوالو د غوښتنو خلاف یو داسې حکومت جوړ کړی  دی، چې له یوې ډلې جوړ دی او دا کار به د دې لامل شي چې د نړۍ له لوري د موجوده حکومت رسمیت نور هم وځنډوي.

دوی وايي، د هر سخت اقدام او پرېکړې تاوان یوازې هغه ولس ورکوي چې د جګړې او تاوتریخوالي قرباني ده.

د سیاسي چارو تحلیل کوونکی  ویس ناصري  وايي: «طالبانو چې کوم تعهدات نړیوالو او افغانانو سره د یو ټول شموله حکومت د جوړېدو په برخه کې کړي ول، په هغوی یې عمل ونه کړ، حکومت یې له خپلې ډلې جوړ کړی دی، چې ویش یې په سیاسي، قومي او مسلکي میعارونو برابر نه ده. طالبانو په ټولو ملي او نړیوالو ناستو کې شکست خوړلی دی. دوی هېڅ لار نه لري. هېڅ یوخ هېواد په رسمیت ونه پېژندل،چې له امله یې افغانستان انزاو ته بیولی ده.»

له نړیوالو او ملګرو ملتونو غوښتنه دا ده چې پر طالبانو بندیزونه لرې کړي او ژر تر ژره دې اسلامي امارات پر رسمیت وپېژني.

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist