Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

بلخ کې د کارخونو مسوولین: د خامو موادو نه شتون له امله مو چارې ټکنۍ شوي 

admin by admin
2021/09/29

د بلخ په مرکز مزارشریف  د صنعتي پارکونو د یو شمېر کارخونو مسوولین وايي، د خامو موادو نه شتون او همدا راز په بانکونو کې پر پيسو محدوديتونه د  دې لامل شوي،چې د دوی چارې په بې ساري ډول ټکنۍ شي. 

 دوی د افغانستان اسلامي امارت له چارواکو غوښتنه کوي،چې د خامو موادو د واردولو او همدا راز په بانکونو کې د شته محدوديتونو ستونزو په حل کولو کې دې ورته اسانتياوې رامنځته کړي.

 د اوړو د پروسس کارخونې مسوول بسم الله همدرد  وايي:« زموږ غوښتنه همدا ده،چې په هر ډول کېږي،بايد له توليدي کارخونو  ملاتړ وشي او فعاله وساتل شي. دې سره به هم داخلي توليدات زيات شي او هم به زيات شمېر افغانانو ته د کار زمينه برابره شي.»

صنعتکار  نجم الدين صديقي وايي:«موږ د مګړی پېر او پلور نه شو کولای،ځکه چې پيسې په بانکونو کې بندې دي، نه خپلې پيسې له بانکونو راوېستلی شو او نه يې بل چاته لېږدولی شو.»

په ورته مهال بلخ کې د صنعت  او کانونو ادارې مسوولين تاييدوي،چې دغه ولايت کې دمګړی د بېلابېلو ستونزو له امله شااوخوا ۸۵ سلنه کارخونو خپلې توليدي چارې ځنډولي دي. 

د بلخ د صنعت او کانونو رييس ياسين اکبري وايي:«د بلخ ولايت ۸۵ سلنه   کارخونې له فعاليته غورځېدلي دي.زموږ غوښتنه دا ده،چې له بانک څخه د سوداګرو د پیسو را ايستلو او همدا راز د خامو موادو د خريداري لپاره اړتيا وړ پيسو لېږدولو ته ژر تر ژره زمينه برابره شي.»

له دې سره د بلخ د سوداګرۍ او صنايعو خونې مشر د مزارشريف له صنعتي پارکونو څخه يې ليدنه کوله، صنعتکارانو ته ډاډ ورکوي چې ژر به يې ستونزې حل شي. 

  د بلخ سوداګرۍ او صنايعو خونې مشر مولوي يارمحمد شبیر وايي:« له صنعتکارانو سره مو وليدل، د دوی ستونزې مو ياداشت کړې او له خپلو مشرانو سره به يې شرېکې کړو، ډاډ ورکوو چې د دوی به پوره ملاتړ کېږي او اميد شته چې په نږدې وخت کې به يې ستونزې حل شي.»

مزارشريف ښار کې دوه صنعتي پارکونه موجود دي،چې لسګونه توليدي فابريکې يې تر چتر لاندې فعاليت کوي. د دغو فابريکو مسوولين وايي چې له امنيتي اړخه هېڅ ډول ستونزه نلري او په وينا یې که پورته يادې شوې ستونزې يې حل شي نو خپل توليدات به لوړې کچې ته ورسوي. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist