Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

شنونکي: اسلامي امارت په رسمي توګه نړیوالو ته خپله بهرنۍ تګلاره نه ده واضح کړې

admin by admin
2021/09/27

د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي وايي،ترهغې،چې طالبان د خپل بهرني سیاست اساسات روښانه نه کړي،نړیوال به یې حکومت په رسمیت ونه پېژني.

شنونکي وايي،  له طالبانو غوښتنه غواړي،چې ژر تر ژره د خپل بهرني سیاست تګلاره نړیوالو ته واضح کړي او د رسمیت پېژندې لپاره نړیوالو سره خبرې پيل کړي.

 د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي:« افغان حکومت او د بهرنیو چارو وزارت باید ژر تر ژره نړیوالو ته په بهرنیو چارو کې خپله سیاسي ډیپلوماسي اعلان کړي او یا که چېرې هغوی کومه ستونزه لري، د دوی په پېژندلو کې بیا کولای شي اعلامیه واستوي او یا پلاوي سره تبادله کړي.»

خو اسلامي امارت وایي،د یو دولت د رسمیت پېژندنې لپاره اړین شرایط یې پوره کړي او نړیوال دې له فشارونو لاس واخلي. 

د ښځو حقونو خوندیتوب، بشري حقونو ته درناوی او ترهګرو ډلو سره د اړیکو نه ساتل د نړیوالې ټولنې له خوا وړاندې شوي شرطونه دي. 

 پر طالبانو له دې امله هم نیوکې دي،چې حکومت یې ټول شموله نه دی او دې کار نړیوال ځنډني کړي،چې په رسمیت یې ونه پېژني.

د سیاسي چارو شنونکی طارق فرهادي وايي:« څو ورځو کې نړیوالو او سیمې هېوادونو وویل،چې د طالبانو حکومت ټول شمول نه ده. مانا دا ده،چې نه یوازې طالب هغه څوک چې طالب هم نه ده نه لیدل کېږي،بلکې تخصیصي هم نه ده. هغه ځوانان او نجونې چې علاقه لري،حکومت کې شامل شي دا باید اصلاح شي.»

شنونکي په دې باور دي، ترڅو چې نړیوال پرر طالبانو خپل شرایط ونه مني،ښایي د رسمیت پېژندې بحث ځنډنی شي. 

دوی پر امریکا او نورو نړیوالو هم نیوکه وکړه،چې له فشارونو کار اخلي او سیمه کې د خپلو ګټو د پاللو په درشل کې دي.

د اسلامي امارت له واکمنۍ نږدې یوه نیمه میاشت پوره کېږي،خو نړیوالو د طالبانو له لوري اعلان شوی سرپرست حکومت تر اوسه پورې په رسمیت نه دی منلی. 

امریکا او اروپایي ټولنې ویلي،لا وختي ده،چې افغانستان کې حاکم حکومت دې د دوی له لوري په رسمیت وپېژندل شي. 

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي، د ملګرو ملتونو امنیت شورا پر طالبانو د بندیزونو په لرې کېدو لا غور هم نه ده کړی او په و نا یې د طالبانو په اړه د روسیې، چین، امریکا او پاکستان دریځ یو دی.

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist