Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د شرکتونو ټولنه: د ملي پراختیا اداره مو درې میلیارده افغانۍ پوره وړې ده

admin by admin
2021/09/26

په کابل کې د شرکتونو ټولنې مسوولین وايي، د مخکیني حکومت په سقوط او د نوي نظام په راتګ سره یې پروژې او کار له نامعلوم برخلیک سره مخ دي او پر ملي پراختیا ادارې یې درې ملیارده افغانۍ پاتې دي، چې باید ور یې کړي.

دوی وايي، په څه باندې زر پروژو یې کار کړی دی، خو په خبره یې پيسې یې تر اوسه پورې نه دي ورکړل شوي.

د قراردادي شرکتونو ټولنې مشر نصرت عبدالله نصرت عبدالله وايي: «له اسلامي امارته غواړو چې ژر تر ژره د ملي پراختیا ادارې برخلیک مالوم کړي او د شرکتونو هم.»

د قرادادي شرکتونو ټولنې غړی احمد جاوید احمدي وايي: «دا د انکشاف ملي په اکونټ کې دي، چې شااوخوا پنځه ملیارده افغانۍ دي او کوم قرضونه، چې د شرکتونو پرې پاتې دي، درې ملیارده افغانۍ دي.»

د ملي پراختیا ادارې څه باندې ۱۰۸۰ بېلا بېلې پروژې چې له شااوخوا زر شرکتونو سره یې قراردادونه لاسلیک کړي، یو شمېر یې بشپړې شوې او ځینې نیمګړې پاتې دي.

قراردادي شرکتونه وایي، د ملي پراختیا پر ادارې یې درې ملیارده افغانۍ پاتې دي، خو یاد اداره بیا په خپل بانکي حساب کې پنځه ملیارده افغانۍ لري، چې یوازې د مشر په مالومېدو یې ستونزه حل کېږي.

دوی وایي، امریکا یا ناټو ته یې کار نه دی کړی، بلکې خپل هېواد ته یې بنسټیز کارونه کړي او باید برخلیک یې مالوم شي.

د قراردادي شرکتونو ټولنې غړی نجیب الله هوتک وايي: «د شرکتونو مالي ستونزې باید ژر تر ژره حل شي،ځکه کوم کارونه چې شرکتونه کوي، د مالي امکاناتو پرته یې ستونزې نه حل کېږي او د خلکو مشکل هم نه شي حل کولی.»

د قراردادي شرکتونو  ټولنې یو بل غړی توریالی مومند وايي: «ځنې  پروژې دي چې د بېلګې په ډول لس سلنه یا شل سلنه کار یې پاتې دی. موږ ته دې اجازه راکړل شي، چې هغه پاتې کارونه هم بشپړ کړو، خو دلته څوک نه شته،چې موږ ته اجازه راکړي، ځکه دا مسوولیت څوک پر غاړه نه اخلي.»

یاد شرکتونه وایي، د ۱۰۸۰ پروژو په پلې کولو کې ورسره زرګونه خلکو کار کړی دی، چې اوس بې دندې شوي او له سختو اقتصادي ستونزو ځورېږي.

دغه شرکتونه وایي، که حق یې ورنه کړل شي زرګونه کاریګر به یې په اعتراضونو لاس پورې کړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist