Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کابل ښاریان: له اسلامي اماراته غواړو غیر فعاله ادارې بېرته فعاله کړي 

admin by admin
2021/09/25

د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي شکایت کوي چې د شااوخوا یوې نیمې میاشتې په تېرېدو لاهم ځنو ادارو ته مامورین نه دي ورګرځېدلي او چارې ولاړې دي.

په ورته وخت کې دوی وايي، روان وضعیت په بازار او د خلکو په ورځینو چارو منفي اغېزې کړي دي.

د  کابل ښار یو تن اوسېدونکی  وايي: «صرف موضوع د کار ده، يو حکومت چې شل کاله فعالیت وکړ، هم وپاشل شو، دا د يو کار مرحله ده، چې نړيوالې پيسې راشي، ځکه دولت خو په پيسو چليږي.»

یو شمېر ښاریان بیا د پاسپورت او برېښنايي تذکرو د ویش بهیر بیا پیل کولو غوښتنه کوي او له اسلامي امارته غواړي چې کابل هوايي ډګر دې نړیوالو الوتنو ته چمتو کړي.

د کابل ښار اوسېدونکی  وايي: «نظام ې بدل شوی دی، ستونزې ورسره زياتې شوي دي، ډېر خلک جيګرخون دي، بيخي کاروبار نشته دی. او پاسپورټونو خلک بيخي تنګ کړي دي، کار هم سټاپ شوی دي، باکونو هم سټاپ دی، بيخي کاروبار وران شوی دی.»

د کابل ښار یو بل تن اوسېدونکی وايي: «خو دا دی ۴۰ يا ۴۵ ورځې وشوې، چې نظام بدل شوی دی. ورسره حکومتي چارې پر ټپه ولاړې دي. که موږ د هوايي ډکر ستونزه ياده کړو، د پېژندپاڼې ستونزه د ويش ستونزه، د پاسپورټ ستونزه،نو زموږ د عامو افغانانو غوښتنه دا ده، چې زر تر زره له هوايي ډګره الوتنې پيل شي، تر څو هغه ستونزې چې خلک یې لري حل شي.»

د کابل ښار د اوسيدونکو په وينا د ځینو ادارو چارو نه فعاليت او دفترونو ته د کارکوونکو نه ورتګ، د دوی ژوند سخت کړی او ټولې برخې یې اغېزمنې کړي دي.

هڅه مو وکړه د خلکو اندېښنو په تړاو د مسوولو ادارو نظر هم ولرو، خو  پرله پیسې اړیکو سره سره بریالي نه شو.

که څه هم اسلامي امارت د دولتي چارو د سمون لپاره سرپرسته کابینه هم اعلان کړه، خو د نږدې یوې نیمې میاشتې په تېرېدو لاهم کابل کې یوشمېر ادارو خپلې چارې نه دي پیل کړي او مامورین یې خپلو دندو ته نه دي ستانه شوي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist