Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

شنونکي: کابینه کې د اسلامي امارت وروستیو ګومارنو ته خوشبین یو

admin by admin
2021/09/25

د سیاسي چاررو یو شمېر شنونکي وايي،له هغې وروسته چې اسلامي امارت د سرپرستې کابینې په یو شمیر لوړو څوکیو غیر امارتي کسان وګومارل،ورسره یې هیله مندۍ زیاتې شوي دي.

 دوی وايي،د دغه ډول ګومارنو دوام کولای شي،چې په کور دننه او بهر د مشروعیت اخېستلو لپاره لار اواره کړي او مثبت تمام شي .  

د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج  وايي:« که د کابینې جوړښت کار په همدې توګه روان وي او سکتوري وزارتونو کې مسلکي کسان ګومارل کېږي،پایلې به یې ښې وي او د چارو د لا ښه سمبالښت لپاره به ورته ښه ستراتیژي جوړه شي،چې ېیله بښونکې به وي.»

په ارګ کې د وزیرانو د چارو دسمبالښت ریاست وايي، اسلامي امارت پتیلې،چې ټولې ملي  چارې به له ټولو اړخونو سره په پوره همکارۍ او همغږۍ پرمخ بیايي .

د رییس الوزا مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي وايي:« له یو بل سره په ګډ ژوند د یو بل په  همغږۍ سره به خپلې ټولې چارې که ټولنیزې دي او که ملي دي، ټولې به د یو بل په همکارۍ پرمخ وړو.»

اسلامي امارت وايي،په همدې موخه چې چارې په سمه توګه سمبال شي،د سوداګرۍ وزارت لپاره یې داسې څوک سرپرست ټاکلي،چې عملآ په سوداګرۍ کې ښکیل دی او اوس ورته له بل هر وخت د کار کولو ښه زمینه برابره ده.

دبهرنیو وزارت سرپرست  امیرخان متقي  وايي:« د سوداګرۍ مسولیت بېرته سوداګرو ته ورکړل شوی دی او د سوداګرو له منځه مو د سوداګرۍ وزیر ټاکلی دی او اوس ستاسو مسولیت دی،چې په څه ډول دغه چارې پرمخ بیايئ،څنګه کولای شئ، چې سوداګرۍ ته پراختیا ورکړئ او د هېوادوالو خدمت کوئ زمینه درته برابره ده .»

د اسلامي امارت د امیرالمؤمینین فرمان له مخې،چې په سرپرسته کابینه کې د پاتو پوسټونو ګومارنې په موخه یې ورکړی و، د سوداګرۍ وزارت  لپاره یې نورالدین عزیزي او دعامې روغتیا وزارت لپاره یې داکټر قلندر عباد د سرپرستانو په توګه ټاکل شوي دي او د دغو وزارتونو مرستیالان هم په اړوندو چارو کې مسلکي کسان ورمعرفي شوي،چې دغه اقدام د خلکو هېلې زیاتې کړي دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist