Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

جو بایډن:له افغانستان سره مو د جګړې پړاو پای ته رسېدلی او نوی پړاو پیل شوی

admin by admin
2021/09/23

د امریکا متحده ایالتو ولسمشر جو بایډن د ملګرو ملتونو په ۷۶مې عمومي اسمبلۍ کې له افغانستان سره د اړیکو نوي پړاو پر دوام ټینګار وکړ او زیاته یې کړه،چې نور یې په افغانستان کې جګړه پای ته رسېدلې ده.

بایډن وايي:« موږ په افغانستان کې د شل کلنې جګړې دوره پای ته ورسوله او دا پړاو مو بند کړ،اوس زموږ یوه بله دوامداره دور پیل کېږي،چې هغه به د اړیکو او دیپلوماسۍ دور وي. موږ به په دې کې اوس له نویو لارو چارو پانګونه کوو او اړیکې به پالو. موږ به په دې دور کې د ډيموکراسۍ پر بنسټ ننګونو او ستونزو سره مقابله کوو.»

بایډن سربیره پر دې چې له ولس سره پر مستقیم اړیکو او له هغوی د ملاتړ خبره وکړه، د ښځو او بشري حقونو په خوندیتوب یې ټینګار وکړ او د ښځو پر وړاندې  یې د تاوتریخوالي مخالفت وکړ.

بایډن زیاتوي:« موږ ټول باید د ښځو لپاره او د ښځو او نجونو د حقونو لپاره همغږي واوسو. موږ  به خپلې ټولې اقتصادي او سیاسي لارې چارې پر کار واچو،چې د تاوتریخوالي مخه ونیول شي. دا کار باید له مرکزي امریکا نیولې،تر منځني ختیځ او افغانستان، ټولو ځایونو کې وشي.»

په ورته وخت کې د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ چې په نیویارک ښار کې یې د ملګرو ملتونو د مرکز مخ ته له رسنیو سره خبرې کولې، د افغانستان قضیه یې له تراژيدۍ ډکه وبلله.

سټلټنبرګ وویل، د روان وضیعت پرته هغوی ته بل بدیل موجود نه و،ځکه بل بدیل له وینې تویوونې ډک وو.

سټولټنبرګ وايي:«هغه څه،چې په افغانستان کې وشول، هغه د افغان ولس لپاره یو ټراژیدي ده.زموږ ټولو لپاره ډېره زړه ماتوونکې ده. موږ دغه هېواد له څو کلونو راهیسې تمویل کړ او ملاتړ  مو وکړ،خو موږ چې کله د خپل نظامي شتون د پای ته رسولو پریکړه کوله، موږ بل بدیل نه درلود. بل بدیل د مبارزې او جګړې و،چې موږ باید له طالبانو سره کړی وای او هغه پرېکړه په اوس وخت کې له وینې تویونې او ډېر خطر ډکه وه.»

اخوا د طالبانو له راتګ سره په دغه عمومي اسمبلۍ کې د افغانستان له لوري هېڅ کوم استازي ګډون نه و کړی او خبرې یې ونه کړې،خو تازه د طالبانو له لوري په یوه لیک کې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین د افغانستان له لوري په ملګرو ملتونو کې د دایمي استازي په توګه ټاکل شوی دی.

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist