Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د اوبو او برېښنا چارسمبالی وزیرعبدالطیف منصور رسما معرفي او کار یې پيل کړ

admin by admin
2021/09/21

د اوبو او برېښنا سرپرست وزیر  عبدالطیف منصور د دوشبنې پر ورځ د « ۱۴۰۰ کال  د وږي پر ۲۹ مه»  د یاد وزارت کارکوونکو ته رسما معرفي شو او خپله دنده یې پيل کړه. 

د منصور  پېژندنې په ناسته کې د چارو ادارې چارسمبالي احمد جان احمدي وویل،د سرپرستې کابینې معرفي شوي غړي د اسلامي ‌امارت د مشرانو له خواه ټاکل شوي او په راتګ سره به یې  ټولې ادارې فعاله او ستونزې به حل شي.

احمدي زیاتوي:« یو شمېر وزارتونو ته چارسمبالي وزیران ټاکل شوي دي،ځنې ادارې لاهم پاتې دي او په ډېر نږدې وخت کې به نورې ګومارنې هم وشي. د دولت کابینې ټولې برخې به مسوولین ولري او په عادي ډول به کارونه  مخته ځي.» 

احمدي د طالبانو تر منځ خپل منځي اختطلافات په کلکه رد کړل او دا یې د بهرنیو کسانو یو دسیسه وبلله.

احمدي وايي:« په رسنیو کې بېلابېل تبلیغات وشول،هغه داسې تبلیغات ول،چې هېڅ حقیقت یې نه درلود،چې ګواکې د اسلامي امارت مسوولین د کابینې پر سر‎ اختلافات لري،چې دې هېڅ حقیقت نه درلوده.» 

د اوبو او برېښنا چارسمبالی وزیر عبدالطیف منصور وايي، رامنځته شوې کابینه د واک وېش نه ده، بلکې یوه ټولشموله کابینه ده،چې ټول کسان په کې خپل ځان لیدلی شي.

 منصور خلکو ته ډاډ ورکړ،چې د اوبو او برېښنا برخه کې به خپلې هڅې د مسلکي کسانو په مرسته جاري ساتي او له ټولو مامورینو یې وغوښتل، چې خپلو دندو کې پاتې شي.

منصور زیاته کړه:« ټوله شموله ک دې ته وايي،چې د افغانستان پوهان خلک او وړتیا لرونکي کسان په کې ونډه ولري. یو داسې وي، چې وړاندې یې کابینه ویشل شوې،چې یو وزارت به د یو تنظیم وي، بل به د بل تنظیم وي، خو دا کابینه ټول شموله نه وله. دا د قدرت ویش وو.د نړۍ لپاره سیالۍ وه، خو کاش یې چوپړ یې کړی وی، هلته یوازې د جیب ډکول ول.» 

د اسلامی امارت مسوولینو وویل، که نور هېوادونه وغواړي،اسلامی امارت ورسره تعامل کوي او اجازه نه ورکوي، چې په داخلي مسایلو کې یې لاسوهنه وکړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist