Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

چارواکي: د کابل هوايي ډګر چارې په بشپړېدو دي او ژر به ترې نړیوالې الوتنې پیل شي

admin by admin
2021/09/20

د افغانستان اسلامي امارت مسوولین وايي، د کابل نړیوال هوايي ډګر تخنیکي چارې په چټکۍ سره روانې دي او ښايي د همدې اوونۍ تر پایه ترې نړیوالې الوتنې ترسره شي.

د اسلامي امارت د مطبوعاتو غړی بلال کریمي وايي،ځیني الوتني ځانګړي ترسره کېږي او په  خبره یې  د هوايي ډګر چارې په بشپړېدو دي.

کریمي زیاتوي: «د هوايي ډګر چارې په بشپړیدو دي او نړیوالې الوتنې نه دي پیل شوي، یوازي ځانګړي الوتني ترسره کېږي.»

اخوا اقتصاد پوهان بیا له کابل هوايي ډګره د نړیوالو الوتنو په پيل ټینګار کوي او زیاتوي چې ډېری افغانان بې سرنوشته پاتې دي.

اقتصاد پوه میرویس حاجي زاده وايي: «ډېری افغانان نړیوالو الوتنو  ته په تمه دي، ځکه ډېری افغانان په تمه دي، ترڅو بهر هېوادونو ته ولاړ شي او خپل کاروبار بېرته پیل کړي.»

له هوايي ډګره د نړیوالو الوتنو پيل ته تمې دي چې ځینو هېوادونو ته به د هوايي دهلیزونو له لارې سوداګري هم پيل شي.

د اقتصادي چارو شنونکی محمد نبي افغان وايي: «افغانان له نړیوالو سره تجارتي اړیکي لري، ترڅو خپل د تجارت لپاره زمینه برابره کړي او نړیوال وهڅول شي، چي افغانستان ته راشي او پانګونه وکړي.»

د کابل هوايي ډګر د بیا ترمیم چارې په چټکۍ روانې دي او تر اوسه پورې کابل ته له بهر نه ترسره شوې الوتنې د بشري مرستو رسولو برخه کې شوي دي.

مسوولین وايي، ښايي د همدې اوونۍ تر پایه د هوايي ډګر د ترمیم او تخنیک چارې بشپړې شي او الوتنې ترې پيل شي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist