Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

پخواني چارواکي: د واشنګټن له هغه وړاندیز هرکلی کوو چې  له مخې یې  پر طالب مشرانو د سفر بندیزونو معافیت غځېږي

admin by admin
2021/09/20

یو شمیر پخواني چارواکي وایي، د دې وړاندیز هرکلی کوي او دا یو ښه فرصت دی چې طالب مشران ترې ګټه واخلي.

عمر ساپی وايي: «زه فکر کوم،چې د طالبانو حکومت دېته اړتیا لري، چې د نړۍ مشرانو سره هېوادونو ته سفر وکړي، په مهمو غونډو کې ګډون وکړي. د هغوی نظر او اندیښنې واوري او تر ولس یي راورسوي، تر څو طالبان په کومو برخو کې انعطاف وکړي او نړۍ له دوی سره هم نظره شي.»

یو شمیر نور بیا په دې باور دي چې امریکا اړه ده له طالبانو سره تعامل وکړي او په اوسني وخت کې له طالبانو پرته دغه هېواد بل بدیل نه لري.

د پوهنتون استاد ذاکر جلالي وايي: «زما په باور نړۍ اړه ده چې د طالبانو پر مشرۍ د افغانستان حکومت سره تعامل وکړي او دا په خپله هغه عملي شان پیژندنه ښيي، نړۍ بل بدیل نه لري او د سیمې او نړۍ هیوادونه په یوه خوله دي. طالبانو سره به تعامل لري  طالبان باید ډېر تعامل وکړي. زه فکر کوم چې دغه هڅې به دیته زمینه برابره کړي، چې اوسنی نظام په رسمیت وپیزني.»

د فارن پالیسۍ نشریې د وروستي راپور له مخې، واشنګټن د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غوښتنه کړې چې پر طالب مشرانو د سفر بندیزونه لرې او بهرنیو هېوادونو ته د طالب چارواکو د سفر موده وغځوي.

د مالوماتو له مخې، په دغو بندیزونو کې ۱۴طالب مشران شامل دي، چې پر سفرونو یې د بندیزونو معافیت موده د روانې سپټمبر میاشتې تر وروستۍ نېټې پاېته رسېږي، خو د امریکا د تازه وړاندیز له مخې به دغه موده د ډسمبر میاشتې تر ۲۲ مې نیټې وغځول شي.

کابل تر اوسه پورې د واشنګټن دې دریځ ته غبرګون نه دی ښودلی او نه یې د دې پرېکړې هرکلی کړی، خو د اسلامي امارت مسوولینو په وار وار له امریکا غوښتي، چې دوحې تړون ته ژمن پاتې شي او له تور لیسته د اسلامي امارت د ځینو مشرانو نومونه حذف کړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist