Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د سعودي عربستان بهرنیو چارو وزیر: افغانستان کې د القاعدې او داعش ډلو له راڅرګندېدو اندېښنه لرو

admin by admin
2021/09/20

د سعودي عربستان د بهرنيو چارو وزير شهزاده فېصل بن فرهان السعود د شبنې پر ورځ  د « ۱۴۰۰ کال د وږي پر ۲۷ مه» په درې ورځني سفر د هند پلازمینې نوي ډيلي ته رسېدلی او هلته يې د افغانستان په تړاو له هندي سيال سره خبرې کړي.

السعود که څه هم دا ډاډ ښودلی چې طالبان به خپله خاوره کې نړیوالو ترهګریزو ډلو ته د فعالیت اجازه ورنه کړي، خو د القاعدې شبکې، داعش ډلې او نورو ترهګرو ډلو په بیا راپورته کېدو يې اندېښنه څرګنده کړې ده.

السعود زیاتوي: «نړيواله ترهګري يوه اندېښنه ده، طالبانو اوس ژمنه کړې چې د افغانستان له خاورې به ترهګر ګټه نه اخلي.»

په ورته وخت کې السعود وايي، د طالبانو له نوي حکومت سره اړيکه نلري او د دوی د رسميت پېژندو لپاره هرڅه څاري.

السعود  زیاتوي: «د طالبانو له نوي رژيم سره کومه اړيکه نه لرو او د رسمي پېژندلو لپاره يې انتظار کوو، رژيم او کړنې یې څارو.»

شهزاده فيصل بن فرهان افغانستان کې د دايمې سولې غوښتنه  هم  وکړه.

هغه زیاتوي: «موږ افغانستان کې د سولې او ثبات ډاډ غواړو او په دې سفر کې مې د هند له بهرنيو چارو وزير سره په همدې تړاو بحث او توافق کړی دی.»

د سعودي عربستان ترڅنګ ډېرو نورو هېوادونو هم د طالبانو د نوي حکومت د رسميت پېژندلو لپاره د دوی عمل شرط ياد کړی او ځينو بيا له مخکې د اسلامي امارت له رسميت پېژندلو انکار کړی دی. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist