Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د طالبانو کابینه کې د ښځو چارو وزارت نه شتون غبرګونونه راپارولي دي

admin by admin
2021/09/18

اسلامي امارت د جمعې پر ورځ د « ۱۴۰۰ کال د وږي پر ۲۶ مه» په کابل کې د ښځو چارو وزارت لوحه لیرې او پر ځای یې د امربالمعرف نهې عن المنکر وزارت لوحه ځوړنده کړه.

یاد وزارت پوره شل کاله وړاندې په بن کنفرانس کې رامنځته او دوه لسیزې یې د افغان ښځو لپاره فعالیت وکړ، خو د طالبانو سرپرسته کابینه کې یې نوم حذف شوی او پرځای یې د امربالمعرفو نهې عن‌المنکر وزارت رامنځته شوی دی.

اخوا بیا دې چارې د مدني ټولنې او ښځینه فعالانو غبرګونونه راپارولي او زیاتوي، د ښځو چارو وزارت له منځه وړل د هېواد د نیمایي نفوس له منځه وړل دي.

د ښځو حقونو فعاله سحر ساحل وايي: «اسلامي امارت د ښځو وزارت په حذف کولو سره چې د ښځو مشخص ادرس وه، د هېواد د ټولو ښځو حذف کولو په مانا ده. زما له نظره د قشر په له منځه وړلو سره حکومتولي هېڅ مانا نه لري. لومړی دا چې حکومت به یي دوام پیدا نه کړي. دویم دا چې اوسنۍ مبارزې ښځې د ۲۰ کالو  وړاندې ښځې نه دي، دوی بلدې دي،چې څه ډول له خپلو حقوقو دفاع وکړي.»

که څه هم تیرو شلو کالو کې د دې وزارت پر لاسته راوړنو او فعالیتونو نیوکې وې، خو دا یوازینی ادرس و چې افغانې ښځې یې منسجمې کړې وې او له همدې ادرسه یې غږ پورته کولی شو.

د معلوماتو له مخې یاد وزارت په تیر حکومت کې یوازې ښځو سره د تاوتریخوالي سلګونه قضیې ثبت او عدلي او قضايي ارګانونو سره یې پر ګډه تعقیب کړي دي. سلګونه ښځو ته یې کاري فرصتونه برابر کړي وو او کلیوالي ښځو ته یې د مرستندویه بهرنیو بنسټونو پرمټ لنډمهالي کاري فرصتونه رامنځته کړي وو.

پخوانۍ ښځینه ديپلوماتانې په کابینه کې ښځو ته ونډه نه ورکول او د ښځو وزارت حذف کول دافغانستان راتلونکې لپاره نه جربانېدونکې پرېکړه بولي.

پخوانۍ سفیره  شکریه بارکزۍ وايي: «د ښځو چارو وزارت په کابینه کې د نیمایي قشر خپل حضور په کابینه وګوري، متاسفانه اخر یې کړنې د طالبانو له لوري د ښځو محدود کول د تعلیم څخه معنه کول او د ښځو چارو وزارت ورک کول، بل وزارت ته زه فکر کوم چې د طالبانو لخوا ستره جفا ده، طالبانو په عمل کې ثابته کړه چې دوی نه ورته د افغانستاان ښځې مهمې دي،نه د ښځو تعلیم ورته مهم دی، نه غواړي،په ملي پخلاینې سره د هېواد پرمختګ لپاره ورڅخه کار  واخلي.»

دغه وزارت چې ۹۰ سلنه چارې یې د ښځو له لوري پر مخ وړل کیدې، د طالبانو له خوا په اعلان شوې کابینه کې ځای نه لري، په داسې حال کې چې، ښځو ته په حکومت کې ونډه ورکول، د ښځو حقونو ته درناوی او زده کړو ته د ښځو لاس‌رسي ته ژمنتیا، له هغو تعهداتو وو چې د اسلامي امارت مشرانو په دوحې تړون کې امریکايي لوري او نړیوالې ټولنې سره کړي دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist