Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

خلک: له بانکونو د پیسو اېستلو لپاره ساعتونه انتظار کوو

admin by admin
2021/09/18

په هېواد کې له يوې مياشتې زياته موده کېږي،چې د بانکوالۍ سيستم له خنډ او ځنډ سره مخ دی او خلک ساعتونه ساعتونه د خپلو پېسو د اېستلو لپاره انتظار کوي.

د بانک مخې، یو شمېر پېردونکي شکايت لري،ځينې کسان،چې له ساتونکو او یا د بانک له کارونکو سره پېژندګلو لري،په اسانۍ سره خپلې پېسې وباسي، خو په خبره یې نور کسان د خپلو پېسو لپاره سخت کړاونه وباسي.

د کابل ښار یو تن  اوسېدونکی وايي:« پېسې مې په سختۍ سره ټولې کړې او بيا مې بانک  کې جمع کړې، اوس هغه کسان،چې څوک وپېژني،په اسانۍ سره خپلې پېسې اخلي، خو موږ نشو کولی. »

ځينې بيا ادعا لري،چې آن د شپې له خوا د بانک مخې ته ورغلي،خو نه دي بريالي شوي چې په کتار کې ځان ته ځای پېدا کړي او پېسې ترلاسه کړي.

لويه ستونزه د زياترو څانګو او د صرافيو اتومات ماشينونو بندوالی دی.

د کابل ښار یو تن  اوسېدونکی  وايي:« ويل مرکزي بانک ته ورشئ، درې بجې مې د شپې مرکزي بانک کې کارت جمع کړ،خو بیا هم نوبت رانه غی.وايي سبا راشه، بل سبا راشه.»

د نوي حکومت د پرېکړې له مخې،هره اوونۍ پېرېدونکي شل زره افغانۍ يا دوه سوه ډالر له خپلو حسابونو اېستلی شي.

ګڼو خلکو سره د پېسو درک نشته او داسې کسان هم لېدل کېږي،چې د درملو پېسې نلري،خو بانکونو کې يې پانګه بنده ده.

د کابل ښار یو تن اوسېدونکی وايي:« ډېرو ته ناروغان پراته دي،څوک د ډوډۍ پېسې نه لري،خو دوی د خلکو خپلې پېسې نه ورکوي. دا کوم حالت شو. موږ له خصوصي بانکونو داسې تمه نه درلوده.»

د بانکوالۍ سېستم کې د خلکو ستونزې زياتې جدي ګڼل کېږي،خو د بانک کاروکونکي او ساتونکي اجازه نه ورکوي،چې خبريالان له دې جريانه خبرونه جوړ کړي. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist