Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د کډوالۍ نړیواله اداره: نړیواله ټولنه او طالبان باید پر ګډه د افغان کډوالو ستونزو ته حل لار وګوري

admin by admin
2021/09/16

هېواد کې د وروستۍ جګړې او سیاسي تحول له امله زرګونه افغانان اړ شوي  دي،چې له قانوني او غیرقانوني لارو بهرنیو هېوادونو ته ولاړ شي.

ترکیه د دې هیوادونو په سر کې ده،چې ډېری افغان کډوال ور مات شوي او بیا له دې لارې اروپا ته اوړي.

ترکي چارواکو پخپلو تازه خبرو کې یو ځل بیا ټینګار کړی دی،چې دوی افغان او سوریايي کډوالو ته د نور ځای ورکولو جوګه نه دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ اداره له پرمختللو هېوادونو غواړي،چې په دې برخه کې د ترکیې لاس پرې نږدي.

د ملګروملتونو کډوالۍ ادارې کمیشنر فیلېپو ګرانډي وايي:« زه د همدې لپاره دلته راغلی یمؤچې هرڅه له نږدې وګورم او بیا له نړیوالې ټولنې او ډونر هېوادونو غوښتنه وکړم،چې له ترکیې سره د کډوالو په برخه کې مرسته وکړي. دوی د نورو کډوالو د کوربه توب لپاره همکارۍ ته اړتیا لري.»

اخوا د افغانستان د بشر حقونو سازمان لعل ګل بیا وايي، نړۍ باید د افغانانو روان وضعیت درک کړي او کوم خلک،چې د جګړې او بدمرغۍ له امله له دې ځایه کډه کوي او هغوی ته پناه ور وړي،باید د ملګرو ملتونو د کډوالۍ اصولو له مخې ورسره چلن وکړي.

د کډوالۍ نړیوالې ادارې ټینګار کړی،چې د غیرقانوني کډوالۍ مخه هغه مهال نیول کیدای شي،طالبان له نړیوالې ټولنې سره پر ګډه د افغانستان د ټیکاو او امنیت او اقتصادي خوندیتوب ډاډ ورکړي.

د یادې ادارې کمیشنر فیلېپو ګرانډي وايي:« نړیواله ټولنه باید له افغانستان سره پر ګډه کار وکړي او د ټیکاو باور ډاډ ورکړي. هلته باید سیاسي وضعیت ته په کتو سره پریکړې وشي. د طالبانو د حکومت تر حاکمیت لاندې ولس بېړنیو مرستو ته هم اړتیا لري،ځکه که دغه خدمات نه اوسي،خلک کډوالۍ ته مخه کوي.»

ترکیه وايي اوس مهال یې ۴ میلیونه کډوالو ته ځای ورکړی دی،چې ډېری  یې د سوریې وګړي دي او زیاتوي،چې د نړۍ یوه هېواد هم تر اوسه پورې دومره کسان په خپل هېواد کې نه دي منلي،خو دغه کډوال تر ډېره اروپا ته د اوښتلو اراده لري او لس سلنه یې هم په ترکیه کې نه پاتې کیږي.  

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist