Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

شنونکي: نړیواله ټولنه باید  په اوسنیو سختو شرایطو کې افغانان هېر نه کړي

admin by admin
2021/09/13

د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي وايي،  د میلیونونه افغانانو ژوند بحراني دی او په خبره یې  نړیواله ټولنه باید  په اوسنیو سختو شرایطو کې افغانان  هېر نه کړي.

 نن ملګرو ملتونو له  افغانانو سره د نړیوالو بشري مرستو د راټولولو لپاره د سویس په جینوا ښار کې یوه ستره غونډه رابللې ده او تمه ده،ګڼ هېوادونه له افغانستان سره خپلې مرستې اعلان کړي.

شنونکي وايي،طالبان دې د خپل بهرني سیاست پرمټ نړۍ ته قناعت ورکړي او د خپل حکومت د رسمیت پیژندلو مسله دې حل کړي.

دوی بحران سره مخ ملتونو سره مرستې کول د نړۍ مکلفیت بولي.

د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج  وايي:« اوسنی حکومت یا طالبان اوس نړیوال په رسمیت نه پیژني او که نړیوال له افغانانو سره مرستې هم کوي، مخامخ د حکومت له لارې به نه وي،بلکې درېیم هېواد له لارې به په افغانستان کې لګول کېږي،چې دا به د افغانستان د حیثیت لپاره ښه نه وي. پکار داده،چې طالبان باید ژر تر ژره خپله بهرنۍ پالیسي او سیاست روښانه کړي او بهرنیو هیوادونو سره خپلې اړیکې جوړې او د رسمیت پیژندنې مسله یې حل شي.»

د اسلامي امارت مسوولین هم پر نړیوالې ټولنې غږ کوي،چې د افغانستان روان وضعیت په درک کولو سره افغانان هېر نه کړي او له اقتصادي ناورین دې یې وژغوري.

اسلامي امارت وايي، له افغانانوسره د نړۍ هرډول مرستې مثبتې پایلې لرلای شي او دا کار به د افغانستان او نړۍ ترمنځ رامنځ ته شوی واټن هم له منځه یوسي.

داسلامي امارت د مطبوعاتي ټیم غړی عبدالحق حماد وايي:« نړیواله ټولنه باید افغانستان هېر نه کړي،ځکه د دوی د ناکامو پالیسو په پایله کې دافغانستان موضوع بحراني حالته ورسیده  او افغانان دیوډول اقتصادي رکود سره مخ دي او اوسنیو شرایطو کې له افغان ولس سره مرسته مثبت ګام دی او هیله داده چې دغه مرستې ددې لامل شي چې افغانستان او نړۍ یوځل بیا سره وتړل شي.»

جینوا ناسته داسې مهال ترسره کېږي،چې په افغانستان کې د وروستۍ سختې جګړې، کډوالۍ او سیاسي تحول له امله ۱۸ میلیونه افغانان بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري او تمه ده په دې مهمه ناسته کې ځینې هېوادونه او نړیوال مرستندویه سازمانونه سلګونه میلیونه ډالر مرسته  اعلان کړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist