Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ارګ د داعش د مشر د وژل کېدو هر کلی کړی

admin by admin
2019/10/28

ارګ او اجرایه ریاست د داعش ډلې د مشر وژل کیدو هرکلی وکړ.

ارګ د داعش د مشر د وژل کیدو هر کلی کړی او باور یې ښودلی چې د البغدادي وژنه به په افغانستان کې ددغې ډلې فعالیتونه او ګواښونه رامحدود کړي .

ارګ وايي دبغدادي وژنه د افغانستان ترڅنګ د سیمې او نړۍ  پر امنیت هم مثبته اغیزه لري .

دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ تیره شپه اعلان وکړ چې دداعش ډلې رهبر ابوبکر البغدادي یې دسوریې په ادیلیب ښار کې له منځه وړی دی .

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ داسې وویل (( په تونل کې یوازیني کسان چې پاتې وو د بغدادي کورنۍ وه ، له بغدادي سره یې درې ځوان ماشومان وو، هغوی د تونل اخر ته ورسېدل او زموږ سپیو تعقیبول هغه خپل واسکټ ته چاودنه ورکړه او له ځان سره یې خپل درې ماشومان هم ووژل، چاودنې سره د هغه جسم ټول له منځه ولاړ خو زموږ ټېسټونو ډير ژر هرڅه څرګند کړل او پایله مثبت وه.))

افغان حکومت د امریکايي ځواکونو د هغو عملیات هرکلی کړی چې پایله کې یې د داعش ډلې مشر وژل شوی دی او دا وژنه یې د افغانستان، سیمې او نړۍ د ثبات لپاره مهمه بللې.

اجرایه رییس عبدالله عبدالله بیا هیله مند دی چې د بغدادي په وژل کېدو سره به دغه ډله له خپلو موخو په شاه شي او په فعالیتونو کې به یې محدودیت رامنځ ته شي .

خو د مشرانوجرګې دفاعي چارو کمیسیون بیا باور نه لري چې د بغدادي په وژل کیدو سره دې د دغې ډلې په فعالیتونو کې کموالی راشي .

مسکو چې دواشنګټن سیال بلل کیږي لاهم شک لري چې ابوبکر البغدادي دې وژل شوی وي.

دروسیې دفاع وزارت ویلي تراوسه یې باوري مالومات نه دي ترلاسه کړي دداعش ډلې رهبر دې دسوریې په ادیلیب کې له منځه تلی وي .

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist