Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ننګرهار کې لسګونه داعش جنګیالي ملي‌امنیت ته تسلیم شوي

admin by admin
2019/10/24

ننګرهار کې د بهرنیانو په ګډون ۱۸ داعش وسله وال تسلیم شوي دي.

ننګرهار کې ۱۹ بهرنۍ داعش مېرمنې له خپلو ۳۵ماشومانو سره ملي امنیت ته تسلیم شوي.

له دې سره اتلس نور داعش جنګیالي هم تسلیم شوي، چې درې په کې د اردن او یو یې د پاکستان د بنجاب اوسیدونکی دی.

ملک زید چې د اردن اوسیدونکی دی وایي اوس هم په یاد ولایت کې نږدې درې سوه بهرني داعش جنګیالي خپلو کورنیو سره شته او غواړي چې تسلیم شي؛ خو ډاریږي.

د ننګرهار ملي امنیت بیا ویلي، چې په داعش یې ورځ سره کړې او له مجبورې تسلیېمږي.

تازه تسلیم شویو کې شپږ طالبان او اتلس داعش جنګیالي دي، چې درې په کې د اردن او یو په کې د پاکستان اوسېدونکی دی.

والي شاه محمود میاخېل وویل: پر دوی سربېره ۱۹ بهرنۍ مېرنې له خپلو ۳۵ ماشومانو سره هم ملي امنیت ته تسلیم شوي؛ خو رسنیو ته یې ښکاره نه کړل.

د اردن هېواد اوسیدونکی ملک زید وایي، افغانستان ته له خپلې کورنۍ سره د جهاد لپاره راغلی و.

ملک زید وویل (( زه د انټرتیت له لارې د داعش لیکو ته جلب شوی وم، لومړی ترکیې ته راغلم او بیا له ترکېې د ایران له لارې افغانستان ته د جهاد لپاره راغلم او دهسکې مېنې ولسوالۍ په اوغز سیمه کې له نورو ملګرو سره اوسېدم،

موږ باندې هلته د ډېرو خبرو بندیزو او سختۍ هم زیاتې وې، موږ  چې افغان ځواکونو ته تسلیمېدو د  ورځې موډوډۍ هم نه وه خوړلې.

د داعش په لیکو کې اوس هم نږدې درې سوه بهرني جنیګیالي له خپلو کورنیو سره په ننګرهار کې شته او غواړی چې تسلیم؛ خو ډاریږي.))

له دې سره د ننګرهار د ملي امنیت مشر وایي، داعش ډله یې په دې ولایت کې سخته ځپلې او له مجبورې افغان ځواکونو ته تسلېمېږي.

ډګرجنرال نظرعلي واحدي داسې وویل (( تاسې چې دا ډله ډله داعش جنګیالي ګورئ چې تسلیم کیږي،دا په دې مانا ده، چې ننګرهار کې داعش ماتې خوړلې او نور د ختمېدو په حال کې دي، ننګرهار به نور دداعش لپاره ښه ځای نه وي او له منځه به لاړ شي.))

داعش وسله والو بیا د چارواکو د خبرو په غبرګون او د یادو کسانو د تسلېمېدو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist