Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

جاپان د افغانستان پر کانونو پانګونې ته لېواله دی

admin by admin
2019/10/23

جاپان، افغانستان کې پر کانونو پانګونې ته لېوالتیا ښودلې.

جاپان د افغانستان پرکانونو پانګونې ته د خپل هېواد لېوالتیا وښوده.

شینزو ابې نن له ولسمشر غني سره د خبرو په مهال وویل، د افغانستان د کانونو د قوانینو معیاري کول د کانونو د استخراج او انکشاف په برخه کې لویه لاسته راوړنه ده.

شینزو ابې وویل، هېواد یې په مختلفو په ځانګړي ډول د ظرفیت لوړولو او سواد زده کړو په برخو کې د افغانستان د پراختیا لپاره خپلو مرستو ته دوام ورکوي.

د جاپان لومړي وزیر همداراز وویل، هیواد یې د سولې د هغې پروسې ملاتړ کوي چې د افغان حکومت او خلکو په رهبرۍ پرمخ یووړل شي او په دې برخه کې جاپان همکاریو ته اماده دی.

ولسمشر غني بیا د جاپان مرستې مهمې یادې کړې او ویې ویل، په بیلا بیلو برخو کې د جاپان مرستې د پرمختګ لامل شوي او په اغیزناک ډول له دغو مرستو ګټه اخیستل کیږي.

ولسمشر غني ددغه سفر په لړ کې له جاپاني چارواکو غوښتي، چې د کرنې ، اوبو مدیریت، ښاري پراختیا، د ځمکو د ثبت، د ځنګلونو د احیا او کانونو په برخو کې له افغانستان سره خپلې تجربې شریکي کړي.

ولسمشر غني نن د جاپان د نړیوالو همکاریو ادارې له مشر شینیجي کیتاوکا سره د لیدنې په مهال وویل د کرنې د ودې او د اوبو د مدیریت په برخو کې د جاپان تجربې د هغو سلګونو بندونو د جوړولو په برخه کې چې حکومت ورباندې کار کوي، ګټورې ثابتېدلی شي.

ولسمشر غني وویل، د غیر پلاني ساحو د اصلاح، د پلان پر اساس د ښاري پراختیا او په ځانګړي ډول د هغو پنځو لویو ښارونو لپاره به چې انکشاف ته چمتو دي، د جاپان د ښاري پراختیا له تجربو ګټه واخلي.

د جاپان د بین المللي همکاریو ادارې مشر د کرنې د ودې د ځمکو د اصلاحاتو او د افغان محصلینو د روزلو په برخو کې له افغانستان سره همکاریو ته چمتووالی وښود.

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist